د سولې او ستونزو حل کولو څیړنیز ورکشاپ

keu_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۰ - ۱۱:۹
fgfg

د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون د بیلابیلو پوهنځییو څخه د ۲۷تنو کادري غړو لپاره د سولې مرکز له خوا د "سولې او ستونزو د حل په اړه څیړنې" تر نامه لاندې پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ د ۱۳۹۹ کال د یکشنبې ورځ د مرغومي په ۷ مه، د پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلي جمشید خان رشیدي، د اسلامي تعلیماتو پوهنځي رییس ښاغلي پوهنیار سید هاشم امین، د ورکشاپ روزونکو او برخه اخیستونکي استادانو په ګډون جوړ شو.

په پیل کې ، د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند جمشید خان رشیدي د موضوع اهمیت او اړتیا په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: "استادان باید د پوهنتون د سولې مرکز له علمي او څیړنیزو برنامو څخه ډېره ګټه پورته کړي ، ځکه له یوې خوا به فکري اختلافات کم شي او له بلې خوا به د دوی څیړنې په مختلفو سوله ایزو مسلو بشپړې شي. او دا یې هم وویل چې د راتلونکي پړاو لپاره هغه موسسات چي دې پوهنتون سره تړاو لرې ورته برنامې به په پام کې ونیول شي ترڅو هغه ادارې هم پیاوړې او برخه منې شي. ورپسې د اسلامي تعلیماتو پوهنځي رییس ښاغلي پوهنیار سید هاشم امین هم د برنامې په اړه خبرې وکړې او برخه اخیستونکو استادانو نه یې غوښتنه وکړه چې د برنامې څخه غوره پایله ترلاسه کولو لپاره په ورکشاپ کې فعاله ونډه ولري، وروسته ، د برنامې د اجندا سره سم ، د دې ورکشاپ ښوونکی ښاغلي احمد حامد قادري وینا وکړه او ورکشاپ رسماً پیل شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۱۱
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر شو!

 

چهارشنبه- ۱۵،۱،۱۴۴۸ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "په تحصیلي مرکزونو کې د مدیریتي اصول". . .

BACK TO NEWS