د تعلیمي مدیریت ډیپارټمنټ

د ښوونیزمدیریت د ډیپارټمنټ لیدلوری، مأموریت، موخې او ارزښتونه

د ښوونیزمدیریت ډیپارټمنټ د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د ښوونیزو او مسلکي علومو د پوهنځي له مهمو او بنسټیزو څانګو څخه ګڼل کېږي، چې اساسي موخه یې د ښوونیز نظام لپاره د مدیرانو، رهبرانو او متخصصینو روزنه او چمتو کول دي. دغه څانګه د ښوونیزو نظامونو پر تحلیل، طرحه او اصلاح تمرکز کوي او هڅه کوي چې د زده‌کړې، څېړنې او عملي تجربې له لارې د هېواد په تعلیمي او تحصیلي بنسټونو کې د مدیریت او رهبرۍ وړتیاوې پیاوړې کړي.          
تعلیمي مدیریت هغه څانګه ده چې د مدیریتي پوهې او د ښوونې او روزنې د اصولو په یوځای کولو سره، د کیفیت، حساب‌ورکوونې، اغېزمنتیا او نوښت پر لور د ښوونیز نظام رهبري کوي.

لیدلوری (Vision)

د ښوونیزمدیریت ډیپارټمنټ هڅه کوي چې په راتلونکو پنځو (۵) کلونو کې د ښوونیزنظامونو د مدیریت په برخه کې د یو علمي، څېړنیز او مسلکي مرجع په توګه په سیمه‌ییزه او ملي کچه وپېژندل شي او د باخبره، نوښتګر او ژمن مدیرانو د روزنې له لارې د هېواد د ښوونیزاو تحصیلي بنسټونو په رهبري او اصلاح کې اغېزمن رول ولوبوي.

د لیدلوري بیانیه

دغه ډیپارټمنټ هڅه کوي چې د ښوونیزمدیریت څانګه د یو مخکښ او معیاري تعلیمي پروګرام په توګه وپېژندل شي، چې مسلکي، نوښتګر او مسؤل تعلیمي مدیران وروزي؛ داسې مدیران چې د اغېزمنې رهبرۍ، علمي پرېکړو او څېړنیزو موندنو د کارولو له لارې د هېواد د ښوونیز او تحصیلي نظام د اصلاح او نوښت زمینه برابره کړي.

مأموریت (Mission)

د ښوونیزمدیریت ډیپارټمنټ ځان مکلف ګڼي چې د ښوونیزاو تحصیلي بنسټونو د مدیریت او رهبرۍ په برخه کې د علمي او څېړنیزو زده‌کړو د وړاندې کولو له لارې داسې محصلان وروزي چې د ښوونیزفعالیتونو د پلان جوړونې، سازمان‌دهۍ، رهبرۍ، څارنې او اغېزمنې ارزونې وړتیا ولري. دغه ډیپارټمنټ ژمن دی چې د مدیریتي مهارتونو، انتقادي تفکر او مسلکي اخلاقو د پراختیا له لارې داسې مدیران وروزي چې وکولای شي تعلیمي بنسټونه د پرمختګ، شفافیت او نوښت پر لور رهبري کړي.

د مأموریت بیانیه

د دې ډیپارټمنټ رهبري ژمنه ده چې د علمي او عملي زده‌کړو، څېړنې او د ښوونیزمدیریت په برخه کې د نړیوالو تجربو د کارولو له لارې د باخبره، اغېزمنو او ژمنو مدیرانو د روزنې زمینه برابره کړي، څو وکولای شي د هېواد ښوونیزاو تحصیلي نظام په نوښتګرانه او مسؤلانه توګه مدیریت او رهبري کړي.

د ښوونیزمدیریت ډیپارټمنټ موخې

د ښوونیزمدیریت، رهبرۍ او تعلیمي پالیسۍ جوړونې په برخه کې د محصلانو د علمي او مسلکي پوهې لوړول.
د ښوونیزاو تحصیلي بنسټونو د پلان جوړونې، سازمان‌دهۍ، رهبرۍ او ارزونې په عملي مهارتونو د محصلانو سمبالول.
په تعلیمي مدیریت کې د څېړنې، تحلیل او پر شواهدو ولاړې پرېکړې کولو روحیه پیاوړې کول.
د اخلاقي، مشارکتي او بدلون‌راوستونکې رهبرۍ وړتیاوو روزنه.     
د هېواد په کچه د پوهنې وزارت او تعلیمي ـ تحصیلي بنسټونو د جوړښت، دندو او مدیریتي سیستمونو سره د محصلانو بلدتیا.    
په تعلیمي نظام کې د نوې ټکنالوژۍ د کارولو ترویج.      
د ښوونیزکیفیت د څارنې، ارزونې او تضمین په برخه کې د ظرفیت لوړول.    
د اغېزمنې رهبرۍ لپاره د اړیکو او بین‌فردي مهارتونو پراختیا.         
د تلپاتې زده‌کړې او دوامدار پرمختګ د فرهنګ ترویج. 
د تجربو د تبادلې او علمي ظرفیت د لوړولو لپاره له سیمه‌ییزو، ملي او نړیوالو بنسټونو سره همکاري.