د تحصیلي نصاب د کمېټې ناسته تر سره شوه

keu_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۲ - ۹:۵۲
sdsd

د ۱۴۰۰ کال د وري میاشتې په ۱۶مه نېټه د پوهنتون د علمي چارو د مرستیال ښاغلي پوهاند جمشېد خان رشیدي په مشرۍ د پوهنتون د تحصیلي نصاب د کمېټې ناسته وشوه. په دې ناسته کې پر لاندې مواردو بحث وشو، تایید او تصویب شول:

۱. د پوهنتون د علمي چارو مرستیال د هغه نوي چک لېست په اړه لومړنۍ خبرې وکړې چې د لېسانس او ماسټرۍ تحصیلي دورو د نصاب د څارنې او بیاکتنې په اړه د لوړو زده‌کړو وزارت د نصاب ملي کمېسیون رالېږلی و.

۲. د پوهنتون د تحصیلي نصاب د کمېټې د ۱۴۰۰ کال عملیاتي پلان تایید شو.

۳. د ۱۴۰۰ تحصیلي کال د نصاب کمېټې د ناستو پر وخت ټاکلو بحث وشو. د رایو په اتفاق سره یوه یوه اونۍ وروسته د دوشنبې ورځ او د ماسپښین ۱:۰۰ بجه تایید شوه.

۴. د پوهنځیو د تحصیلي نصابونو پر تطبیق د څار چک لېست تر اړینو اصلاحاتو وروسته تایید شو.

۵. د تحصیلي نصابونو پر تطبیق د څار لپاره د کمېټو د غړو وېش تایید او تصویب شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱
Background image

ورزشي سیالۍ؛ د بدني اعداد په موخه!

چهارشنبه- ١٩،١١،١٤٤٧ ه.ق. 
 د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نهه ګونو پوهنځیو ترمنځ د بدني اعداد په موخه د پیل شویو والیبال سیالیو پایلوبه د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په بریا پای ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۸:۴۰
Background image

کیفیت لوړاوي معیارونو ته پام؛ د تحصیلي بنسټونو مؤثریت!-٤ورځنی ورکشاپ

 

 یکشنبه- ١٤٤٧/١١/١٦هـ.ق. 
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبری، استادانو او اداري کارمندانو ته د کیفیت لوړاوي ١١ معیارونو د ښه تطبیق اړوند څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو، چې هدف او موخه یې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۱۸
Background image

معیاري کتابتون؛ د علمي څېړنو اړتیا! -ښوونیز ورکشاپ

 دوشنبه- ١٤٤٧،١١،١٠ه.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، څېړنو او علمي مجلو معاونیت اړوند عمومي کتابتون امریت له لوري د نهه ګوني پوهنځیو کتابتونونو مسؤلینو ته "د معیاري کتابتون پېژندنه،. . .

BACK TO NEWS