د افغانستان ښوونیزو او لوړو زده کړو پیاوړتیا ملي کنفرانس لومړۍ ورځ پای ته ورسېده!

keu_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۷ - ۱۱:۳۴
7788

چهار شنبې ورځ ١١/٧/۱۴۴۵ هــ ق چې له ٤/١١/١٤٠٢ ه.ش نېټې سره سمون لري د افغانستان ښوونیزو او لوړو زده کړو پیاوړتیا ملي کنفرانس د ا.ا.ا سیاسي مرستیال، لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر، لوړو زده کړو وزارت معیینانو او رئیسانو، پوهنې وزارت سرپرست وزیر، پوهنې وزارت معیینانو او رئیسانو، د آزموینو ملي ادارې رئیس، د پوهنتونونو رئیسانو، پوهنتونو معاونینو او استادانو، کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس، معاونینو او استادانو په ګډون پيل شو.

کنفرانس د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.

لومړی، کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" د ښه راغلاست وینا تر څنګ د کنفرانس په دایرېدو خوښي څرګنده کړه او د کنفرانس دایرېدو اړوند یې هر اړخیزي خبرې وکړې.

وروسته، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند دوکتور جمشېدخان "رشیدي" د کنفرانس پرانیستي وینا ترڅنګ د کنفرانس اهمیت او ضرورتونو موخو او اهدافو، د مقالو شمېر، درجو او کنفرانس نورو برخو اړوند بشپړ معلومات ورکړل.

د کنفرانس په جریان کې د ا.ا.ا سیاسي چارو مرستیال، لوړو زده کړو سرپرست وزیر او پوهنې وزارت وزیر د ملي کنفرانس اړوند هر اړخیزي خبرې وکړې.

د یادولو وړ ده چې د کنفرانس په لومړۍ ورځ (١٠) مقالې د استادانو لخوا ارائه شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۱۲
Background image

د نویو را بریالیو شویو محصلینو د نوملیکنې خبرتیا!

لوړو زده کړو وزارت د هدایت په اساس د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون هغو محصلینو ته چې د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینې له لارې یې د یاد پوهنتون نهه ګوني پوهنځیو ته لار موندلې ده، خبر ورکول کیږي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۰:۱۹
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د عربې ژبې درې میاشتنی کورس پیل شو! 

 

سه شنبه- ۲۸،۱،۱۴۴۸ ه.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د ژبنيو مهارتونو د تقویت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

BACK TO NEWS