د افغانستان ښوونیزو او لوړو زده کړو بنسټونو پیاوړتیا ملي کنفرانس د نتایجو د تطبیق غونډه ترسره شوه!

yasin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۲ - ۱۰:۵۰
efrf

دوشنبې ورځ ٨/٩/۱۴۴۵ ه.ق چې له ٢٨/١٢/١٤٠٢ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، لوړو زده کړو وزارت او پوهنې وزارت ترمنځ د افغانستان ښوونیزو او لوړو زده کړو بنسټونو پیاوړتیا ملي کنفرانس د نتایجو د تطبیق د کمېټې جورښت په پار غونډه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس، لوړو زده کړو وزارت د تحقیق، تألیف او ترجمې رئیس، پوهنې وزارت د تحقیقاتو رئیس او د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون معاونینو په ګډون ترسره شوه.

غوڼده د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو.

لومړی، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" د غونډې ګډوونکونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ملي کنفرانس په بریالی توګه پای ته رسېدو اړوند خوښي څرګنده کړه، زیاته یې کړه: د کنفرانس نتایجو تطبیق لپاره به کمېټه اېجاد شي، چې د کنفرانس ټولې برخې به وڅېړي او د ملي کنفرانس له لاسته راوړنو به د لوړو زده کړو وزارت او د پوهنې وزارت پوره ګټه واخلي.

د غونډې په جریان کې د ګډوونکونکو لخوا د لاندې موضوعاتو :

د کنفرانس نتایجو د تطبیق کمېټې جورښت، د ملي کنفرانس نتایجو تطبیق او د راتلوونکې غونډې دایرېدلو اړوند بحث او خبرې وشوې

د یادولو وړ ده چې د ملي کنفرانس د نتایجو د تطبیق راتلوونکې غونډه به په پوهنې وزارت کې ترسره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۱:۱۷
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري کارمندانو ته یو ورځنی ښوونیز ورکشاپ دایر شو!

پنجشنبه- ۹،۱،۱۴۴۸ ه،ق

د سهار ستوري کلینیک له لوري د استادانو مسلکي پراختیا امریت سره په همغږۍ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري کارمندانو ته "د لومړنیو صحي مرستو رسولو" ترسرلیک لاندې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۲۰
Background image

تېسول ماسټرۍ برنامې ته له کادري غړو ازموینه واخیستل شوه!

سه شنبه- ۸،۱،۱۴۴۸ ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، ژبو او ادبیاتو پوهنځي له لوري د ماسټرۍ برنامو امریت په همغږۍ د یاد پوهنتون د انګلېسي ژبې(تېسول) ماسټرۍ برنامې لپاره د هېواد د. . .

BACK TO NEWS