د استادانو د همغږۍ چارو آمریت عمومي مدیر پېژندنه
د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د استادانو د چارو د انسجام عمومي مدیر بیوګرافي او معلومات
ذبیح الله ستانکزی د حبیب الله زوی د ۱۳۷۴ هـ.ش کال د غويي په ۱۹مه (09/05/1995م) زیږېدلی دی. نوموړی د کابل پوهنتون د ښوونیز مدیریت له څانګې څخه د لیسانس سند (۲۰۱۹م) او د رازي روغتیايي علومو له انسټیټیوټ څخه د فارمسي په برخه کې د فوق بکلوریا سند (۱۴۰۳ هـ.ش) ترلاسه کړی دی. د نوموړي اصلي استوګنځای لوګر ولایت ،محمدآغې ولسوالۍ دی او دا مهال په کابل ښار کې استوګن دی.
نوموړی د ۱۴۰۱ هـ.ش کال د وږي له ۲۵مې نېټې راهیسې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د استادانو د چارو د انسجام عمومي مدیر په توګه دنده ترسره کوي. همدارنګه تر دې وړاندې یې د یاد پوهنتون د جاري او محرمو اسنادو د مدیر په توګه هم دنده ترسره کړې ده.
نوموړي د خپلو اداري او علمي دندو په لړ کې د علمي کادر د غړو د چارو د تنظیم او انسجام، د تقرر، تثبیت، ترفیع او علمي ارتقا د پروسو د تعقیب، د استادانو اړوندو اسنادو د ترتیب او ارزونې، د پوهنځیو، ډیپارټمنټونو او علمي چارو معاونیت ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا، د علمي شورا د پرېکړو او د اړوندو مراجعو د لارښوونو د تعقیب او تطبیق په برخو کې فعاله ونډه اخیستې ده. همدارنګه د علمي کادر غړو د لوړو زده کړو علمی برنامو ته د معرفۍ، د استادانو د تحصیلي چارو د تنظیم او د پوهنتون د علمي او اداري فعالیتونو د پرمختګ په برخه کې هم همکاري کړې ده.
د اداري فعالیتونو ترڅنګ، نوموړي د څېړنې په برخه کې هم فعالیت کړی او «د انټيبیوټیکونو د بېځایه استعمال اغېزې او د فارمسیستانو رول» تر سرلیک لاندې یې علمي مقاله لیکلې چې د ملي خصوصي پوهنتون په علمي مجله کې خپره شوې ده.
د تماس شمېره:0789019040
ایمیل ادرس: zabihullah.keu1@gmail.com