د اداري غونډې راپور!

keu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۲۹ - ۱۵:۳۲
hgg

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري غونډه د یکشنبې په ورځ د 18/12/1443 د 26/4/1401 سره سم د سهار په 11:00 بجو د پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهاند جمشید خان رشیدي په مشرۍ تر سره شوه، غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل او په لاندې موضوعاتو خبرې وشوې.

لومړی د علمي چارو مرستیال جمشید خان رشیدي د غونډې ټولو غړو ته د ښه راغلاست پرمهال، د مشرتابه پلاوي محترمو غړو او د پوهنتون ټولو استادانو او اداري کارکوونکو ته د نېکمرغه لوي اختر مبارکي ورکړه.

همدا رنګه په دې غونډه کې د سمستر پای او د وروستیو آزموینو د پیل په اړه خبرې وشوې او پرېکړه وشوه چې، د لوړو زده کړو وزارت له خوا د را لېږل شوي مهالوېش له مخې به د سمستر پای د سرطان میاشتې په ۳۱ مه نېټه وي، د سمستر آزموینې به د روان کال د اسد په لومړۍ نېټه پیل شي او درې اونۍ به دوام وکړي.

غونډه د پوهنتون په چارو کې د بریالیتوب په دعا سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱
Background image

ورزشي سیالۍ؛ د بدني اعداد په موخه!

چهارشنبه- ١٩،١١،١٤٤٧ ه.ق. 
 د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نهه ګونو پوهنځیو ترمنځ د بدني اعداد په موخه د پیل شویو والیبال سیالیو پایلوبه د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په بریا پای ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۸:۴۰
Background image

کیفیت لوړاوي معیارونو ته پام؛ د تحصیلي بنسټونو مؤثریت!-٤ورځنی ورکشاپ

 

 یکشنبه- ١٤٤٧/١١/١٦هـ.ق. 
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبری، استادانو او اداري کارمندانو ته د کیفیت لوړاوي ١١ معیارونو د ښه تطبیق اړوند څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو، چې هدف او موخه یې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۱۸
Background image

معیاري کتابتون؛ د علمي څېړنو اړتیا! -ښوونیز ورکشاپ

 دوشنبه- ١٤٤٧،١١،١٠ه.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، څېړنو او علمي مجلو معاونیت اړوند عمومي کتابتون امریت له لوري د نهه ګوني پوهنځیو کتابتونونو مسؤلینو ته "د معیاري کتابتون پېژندنه،. . .

BACK TO NEWS