دیپارتمنت زبان و ادبیات روسی
لیدلوری
د اسلامي روحیې په رڼا کې د ځوانانو د مسلکي پوهې د لوړولو لپاره ونډه اخیستل.
ماموریت
د اسلامي روحیې پر بنسټ د روسي ژبې د ښوونکو روزنه، د علمي او فرهنګي اړیکو د پراختیا په موخه:
۱. د مسلکي ښوونکو روزنه او د هغوی د علمي کچې لوړول؛
۲. د نوو علمي پروګرامونو پلي کول او له معاصرې ټکنالوژۍ څخه استفاده؛
۳. له ملي او نړیوالو تحصیلي بنسټونو سره د اکاډمیکو اړیکو ټینګښت؛
۴. د کریکولم نوي کول او د کیفیت د لوړولو پیاوړتیا د اعتبار ترلاسه کولو په موخه؛
۵. د څېړنیزو فعالیتونو ملاتړ او د استادانو لاسرسی لوړو زدهکړو ته؛
۶. د علمي او مالي خپلواکۍ پر پیاوړتیا کار کول، د اکاډمیکې آزادۍ د اصولو په رعایت سره.
د روسي دیپارتمنت لیدلوری او ماموریت د ۱۴۰۲/۱۲/۱۵ نېټې په غونډه کې تأیید او د (۱۰۲) شمېرې پروتوکول کې ثبت شوی دی.
د روسي ژبې او ادبیاتو د دیپارتمنت لیدلوری او ماموریت د ۱۴۰۲/۱۲/۲۷ نېټې د پوهنځي د علمي شورا په غونډه کې تأیید او د (۲۹) شمېرې پروتوکول کې ثبت شوی دی.
د روسي څانګې تشکیلاتي جوړښت
پوهنمل سید نادر وفا – د څانګې آمر
پوهاند محمد عمر سلیمان
پوهنوال محمد علی آریایی
پوهنوال نثار احمد قریشي
پوهندوی صفی الله لعلی
پوهندوی احمد جاوید کاوه