تاریخچه و معرفی آمریت کتابخانه عمومی

د عامه کتابتون آمریت تاریخچه او پېژندنه

د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون عامه کتابتون بنسټ په ۱۳۸۱ هـ ش کال کې ایښودل شوی دی. دا کتابتون له تاسیس څخه تر ۱۴۰۲ هـ ش کال پورې د پوهنتون د اداري معاونیت تر نظارت لاندې فعالیت کاوه، خو له ۱۴۰۳ هـ ش کال راهیسې د علمي څېړنو معاونیت تر نظارت لاندې فعالیت کوي. دا کتابتون هر کال د یو ځانګړي پلان او دوامداره هڅو له لارې د محصلانو، استادانو، کارکوونکو او څېړونکو لپاره اړین علمي منابع برابر وي. د چاپي او ډیجیټلي کتابونو پراخ ټولګه، دا کتابتون د علمي زده‌کړو لپاره یوه ارزښتناکه منبع ګرځولې ده. د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون عامه کتابتون ۱۵۵۹۱ ټوکه کتابونه لري، چې په بېلابېلو برخو کې دسته‌بندي شوي دي، چې له جملې څخه یې:

د دري، پښتو، عربي او انګلیسي ادبیاتو کتابونه، تاریخ، جغرافیه، او ټولنیزې څېړنې
دیني علوم
فلسفه، ارواپوهنه، بدني روزنه، کمپیوټر، کرنه، حقوق، اقتصاد
هنر، فزیک، بیولوژي، ریاضي، علمي مجلې او مراجعې منابع

سربېره پر دې، د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د عامه کتابتون آمریت یوه دیجیتلي کتابتون هم لري، چې په ۱۴۰۳ هـ ش کال کې تاسیس شوې دی. دا دیجیتلي کتابتون، چې اوس مهال هم تر کار لاندې دی، د برېښنايي کتابونو، علمي مقالو، مونوګرافونو او نورو ډیجیټلي منابعو یوه مجموعه لري. دا کتابتون د آنلاین سیستمونو له لارې محصلانو او څېړونکو ته اجازه ورکوي چې هر وخت او له هر ځایه علمي منابعو ته لاسرسی ومومي. د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون عامه کتابتون فعال انټرنټ او ۱۸ فعال کمپیوټرونه لري، څو کاروونکي وکولای شي له ډیجیټلي او الکترونیکي منابعو څخه ګټه پورته کړي.

لیدلوری

د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون کتابتون د یوه بنسټیز علمي مرکز په توګه، د دې پوهنتون د ښوونیزو او څېړنیزو فعالیتونو په ملاتړ کې مهم او اغېزناک رول لري. دغه کتابتون د باوري علمي منابعو په برابرولو سره، محصلانو، استادانو او څېړونکو ته د زده‌کړې او څېړنې د کیفیت د لوړولو لپاره مناسب چاپېریال برابر کړی دی. د دې خدمتونو د لا ښه والي لپاره، د کتابتون د امکاناتو پراخول، د ډیجیټلي سیستمونو نوي کول، او د مطالعې فضاوو زیاتول هغه مهم ګامونه دي چې کولی شي د علمي سطحې د لوړوالي او د کاروونکو د رضایت لامل شي.

رسالت

د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون کتابتون کارکونکي هڅه کوي چې محصلانو، استادانو او څېړونکو ته علمي، ښوونیزو او څېړنیزو منابعو ته آسان، عادلانه او پر وخت لاسرسی برابر کړي؛ تر څو د پوهنتون په کچه د علمي بنسټونو د پیاوړتیا، د ښوونې کیفیت د لوړوالي او د علمي څېړنو د پراختیا په برخه کې اغېزناک رول ولوبوي. دغه کتابتون د نوښت، ډیجیټلي بنسټونو د پراختیا، او د مطالعې لپاره د مناسب چاپېریال د رامنځته کولو  ته ژمن دی، څو یو فعال او علمي فضا رامنځته کړي چې د علمي ټولنې اړتیاوو ته ځواب ووايي.

موخه

د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون عامه کتابتون د دې لپاره جوړ شوی چې د پوهنتون علمي او څېړنیزو اړتیاوو ته ځواب ووايي. د دې کتابتون هدف دا دی چې محصلانو، استادانو، څېړونکو او کارکوونکو ته باوري، نوي او متنوع علمي منابع برابر کړي. دغه کتابتون د علمي زده‌کړو د اسانولو، څېړنو د پراختیا او د مطالعې د کلتور د ترویج په موخه فعالیت کوي.

د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون عامه کتابتون لاندې موخې تعقیبوي:

۱. د چاپي او برېښنايي کتابونو پرله‌پسې پراختیا، څو محصلان او څېړونکي په اسانۍ سره علمي منابعو ته لاسرسی ولري.
۲. د نوې ټکنالوژۍ له لارې د کتابتون د خدماتو ارتقا او آنلاین منابعو ته د لاسرسي چټکتیا.
۳. د محصلانو او استادانو علمي ظرفیت پیاوړی کول، تر څو د څېړنیزو فعالیتونو وده وشي.
۴. محصلانو، استادانو او څېړونکو ته د معیاري خدمتونو وړاندې کول، د دوی د زده‌کړې د مؤثریت د لوړولو لپاره.
۵. د ډیجیټلي کتابتون پراختیا، او د علمي مقالو، مونوګرافونو او نورو څېړنیزو منابعو ترتیب او برابرول.
۶. د مطالعې، څېړنې او علمي بحثونو پراختیا لپاره د کتابتون فزیکي او مجازي فضا پراخول.
۷. د مطالعې او څېړنې کلتور ترویج، او د مطالعې پر اهمیت د عامه پوهاوي زیاتول او د زده‌کړې کیفیت لوړول.
۸. له نورو پوهنتونونو او ملي او نړیوالو علمي بنسټونو سره د علمي منابعو د تبادلې په موخه همکاري پیاوړې کول.

د کتابتون آمریت دندې

۱. د کمپیوټري فایلینګ سیستم تنظیم او د کتابونو طبقه‌بندي.
۲. د کتابونو د کارونې او ساتنې لپاره د پالیسۍ، میکانیزمونو، مقرراتو او کړنلارو جوړول .
۳. د علمي مجلو او د لوړو زده‌ کړو وزارت خپرونو راټولول او وېشل.
۴. د اړینو کتابونو ارزونه او د اړتیا وړ منابعو برابرول.
۵. د علمي فورمونو تائید .
۶. د کتابتون د منابعو د پراختیا په موخه له مرکزي پوهنتونونو، ولایتي پوهنتونونو او نورو فرهنګي بنسټونو سره همکاري .
۷. د استادانو او محصلانو لپاره د څېړنو په برخه کې د انټرنټ د منظمو استفادو لپاره د یوه منظم سیستم رامنځته کول.

د ۱۴۰۲۱۴۰۳ هـ ش کلونو لاسته راوړنې

۱. په زرګونو جلده نوي کتابونه په بېلابېلو علمي او تخصصي برخو کې راټول او تنظیم شوي دي.
۲. یو ډیجیټلي کتابتون فعال شوی، چې محصلان کولای شي کتابونه او مقالې آنلاین ترلاسه کړي.
۳. د کتابتون زیربناوې ښه شوي او اړینې آسانتیاوې محصلانو ته برابرې شوې دي.
۴. چاپي او ډیجیټلي منابع پراخ شوي، څو محصلان علمي او تحقیقي معلوماتو ته آسان لاسرسی ولري.
۵. د کتابتون خدمتونه د محصلانو، استادانو او څېړونکو لپاره اغېزمن شوي دي.
۶. د سمینارونو، ورکشاپونو او د کتابتون د استفادې د طریقې د روزنیزو پروګرامونو له لارې، د محصلانو د پوهاوي کچه په پام وړ ډول لوړه شوې ده.

 

5354