د پوهنتون د علمي شورا ناسته

keu_admin
شنبه ۱۴۰۰/۸/۱۵ - ۱۱:۴۷
kkk

د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي شورا ناسته په عادي روال د ۸/۸/۱۴۰۰ نېټه د سې شنبې په ورځ ترغرمې وړاندې په ۱۰:۰۰ بجو د ښاغلي پوهاند جمشېدخان رشیدي په مشرۍ وشوه. دغه ناسته د قرآن‌کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه او د اجنډا په اړه اړینې پرېکړې وشوې.

1. د پوهنتون د علمي چارو مرستیال د پوهنتون د علمي شورا محترمو غړو ته د ښه راغلاست تر څنګ له استادانو وغوښتل چې د خپلو مقالو، کنفرانسونو او علمي ترفېعاتو په برخه کې د لوړو زده‌کړو وزارت له لایحې او مقرراتو سر سم په منظم ډول کار وکړي. همدا راز د پوهنتون علمي مرستیال د علمي شورا ټولو غړو او د کمپیوتر ساینس پوهنځي استادانو ته مبارکي وویله چې د لوړو زده‌کړو د محترم وزارت د عالي شورا له‌خوا د کمپیوتر ساینس پوهنځي په چوکاټ کې د کمپیوتر د زده‌کړې څانګه منظوره شوه. همدارنگه هغه د ماسټرۍ برخې له محترم آمریت څخه وغوښتل چې د آزموینو له ملي ادارې سره په همغږۍ د فقهې او عقیدې د ماسټرۍ اطلاعیو او فورمونو وېشلو ته اقدامات وکړي. علمي مرستیال په ناسته کې د پوهنځیو رئیسانو ته لارښوونه وکړه چې باید د پوهنتون هغو فارغانو ته د ترانسکرېپت په ورکړه کې اصولي اقدامات وکړي چې د فراغت ټول قانوني اسناد یې بشپړ وي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۱:۱۷
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري کارمندانو ته یو ورځنی ښوونیز ورکشاپ دایر شو!

پنجشنبه- ۹،۱،۱۴۴۸ ه،ق

د سهار ستوري کلینیک له لوري د استادانو مسلکي پراختیا امریت سره په همغږۍ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري کارمندانو ته "د لومړنیو صحي مرستو رسولو" ترسرلیک لاندې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۲۰
Background image

تېسول ماسټرۍ برنامې ته له کادري غړو ازموینه واخیستل شوه!

سه شنبه- ۸،۱،۱۴۴۸ ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، ژبو او ادبیاتو پوهنځي له لوري د ماسټرۍ برنامو امریت په همغږۍ د یاد پوهنتون د انګلېسي ژبې(تېسول) ماسټرۍ برنامې لپاره د هېواد د. . .

BACK TO NEWS