۱۴۰۰کال، د وږي ۸مه، لوړو زده کړو وزارت

keu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۶/۳۰ - ۱۵:۳
ببب

د لوړو زده کړو وزارت نوي مشرتابه، نن د دغه وزارت له کارکوونکو سره وکتل او د کاري پروسې د پیل د څرنګوالي په اړه یې خبرې ورسره وکړې.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ عبدالباقي حقاني، په داسې حال کې چې د دغه وزارت معینانو هم حضور درلود، په دغه وزارت کې د کارونو له نسبي پیل خوښي وښوده او لوړو زده کړو وزارت یې د افغانستان له مهمو ادارو وباله.

هغه وویل چې لوړو زده کړو وزارت مهم مسوولیت پر غاړه لري، چې د هېواد د بچیانو روزنه او د علمي زېرمو ځواکمنول دي.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست زیاته کړه، چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او موږ ټول دا مسوولیت لرو، چې خپل هېواد ودان کړو او د بهرنیانو له احتیاج څخه یې راوباسو.

دغه راز شیخ حقاني وویل چې له مراجعینو سره سمه رویه، حاضرۍ ته ژمنتیا، له اخلاقي او اداري فساد څخه لیرې والی او د ملي او دیني ارزښتونو په رڼا کې د کار چټکتیا هغه موارد دي، چې ټول باید ځانونو ورسره عیار کړو.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست، استادان او زده کړیالان د هېواد ملي شتمني وبلل او د وزارت له کارکوونکو یې وغوښتل چې د هغوی د ستونزو د حل پر مهال په ډېر درناوي او حوصلې چلن ورسره وکړي.

همدارنګه په دغه ناسته کې د علمي معینیت سرپرست انجینر روح الله روحاني، د زده کړیالانو چارو د معینیت سرپرست انجینر سید اسماعیل روحاني او د مالي او اداري معینیت سرپرست مولوي اسدالله فرید هم په دغه وزارت کې د کاري پروسې په اړه خبرې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۱:۱۷
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري کارمندانو ته یو ورځنی ښوونیز ورکشاپ دایر شو!

پنجشنبه- ۹،۱،۱۴۴۸ ه،ق

د سهار ستوري کلینیک له لوري د استادانو مسلکي پراختیا امریت سره په همغږۍ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري کارمندانو ته "د لومړنیو صحي مرستو رسولو" ترسرلیک لاندې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۲۰
Background image

تېسول ماسټرۍ برنامې ته له کادري غړو ازموینه واخیستل شوه!

سه شنبه- ۸،۱،۱۴۴۸ ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، ژبو او ادبیاتو پوهنځي له لوري د ماسټرۍ برنامو امریت په همغږۍ د یاد پوهنتون د انګلېسي ژبې(تېسول) ماسټرۍ برنامې لپاره د هېواد د. . .

BACK TO NEWS