د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري چارو معین نور احمد دروېش په مشرۍ د کابل پوهنتون او د کابل پولي تخنیک پوهنتون په لیلیو کې د خدمتونو د وړاندې کولو د پروسې د نظم برابرولو په اړه غونډه وشوه.

keu_admin
شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۹ - ۱۰:۳۳
fff

په دې غونډه کې د کابل پوهنتون رییس پوهاند محمد عثمان بابري، د کابل پولي تخنیک پوهنتون رییس پوهنوال عبدالرشید اقبال او د لوړو زده کړو وزارت د مرکزي ادارو یو شمېر رییسانو او مدیرانو برخه اخیستې وه.

د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري چارو معین نوراحمد دروېش د یادو پوهنتونونو د لیلیو د خدمتونو د څرنګوالي په اړه د بحث ترڅنګ، په لیلیو کې نظم او اسانتیاوي رامنځته کول له هغو اړتیاوو څخه وبللې چې باید په اړه یې یوه کره د حل لاره په پام کې ونیول شي.

د لوړو زده کړو وزارت د مالي او ادارې چارو معین وویل چې د لیلیو مسؤلین باید د خواړو تنظیم، زدکړیالانو لپاره د پخلي او ډوډۍ وېشلو له پروسې څخه څارنه او همکاري، د پخلنځیو او لیلیو چاپېریال د پاکولو کنټرولو او د روغتیایي شرایطو او پاکوالي په برخه کې د زدکړیالانو همکارۍ په جلبولو سره په جدي توګه نظم پلی کړي او د خواړو او زدکړیالانو د وخت ضایع کول مخنیوی وشي.

په دې غونډه کې د هغې چلنلارې د ګټې اخیستنې په اړه بحث وشو چې وکړای شي اداري نظم برابر کړی.

همدارنګه په دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې یاده چلنلار به په راتلونکې ناسته کې د لازمو اسنتیاوو او غوره خدمتونو د رامنځته کولو لپاره د یادو لیلیو د مسؤلینو په شتون کې نهایي او پلې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۱:۱۷
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري کارمندانو ته یو ورځنی ښوونیز ورکشاپ دایر شو!

پنجشنبه- ۹،۱،۱۴۴۸ ه،ق

د سهار ستوري کلینیک له لوري د استادانو مسلکي پراختیا امریت سره په همغږۍ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري کارمندانو ته "د لومړنیو صحي مرستو رسولو" ترسرلیک لاندې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۲۰
Background image

تېسول ماسټرۍ برنامې ته له کادري غړو ازموینه واخیستل شوه!

سه شنبه- ۸،۱،۱۴۴۸ ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، ژبو او ادبیاتو پوهنځي له لوري د ماسټرۍ برنامو امریت په همغږۍ د یاد پوهنتون د انګلېسي ژبې(تېسول) ماسټرۍ برنامې لپاره د هېواد د. . .

BACK TO NEWS