د پوهنتون د اداري شورا ناسته

keu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۸ - ۱۴:۳۸
dfdfdf

د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون اداري ناسته په عادي روال د ۱۴۰۰ کال د چنګاښ میاشتې په ۷مه نېټه تر غرمې وړاندې په ۹:۰۰ بجو د پوهنوال لیلما شریفي یما په مشرۍ په پرانیستې فضا کې روغتیايي تدابیرو ته په پام سره وشوه او د اجنډا په اړه اړینې پرېکړې وشوې.

۱- د پوهنتون رئیسې د ناستې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د آنلاین کورسونو لپاره یې د مشخصې خونې د جوړېدو خبر ورکړ. دې وویل چې د پوهنتون مشرتابه د لوړو زده‌کړو د محترم وزارت په غوښتنه د استادانو د علمي کنفرانسونو خونه د آنلاین کورسونو د مخته تګ په موخه د تجهیز لپاره دغه وزارت ته سپارلې او ټاکل شوې د وزارت د علمي چارو مرستیال په دې برخه کې د مرکز او ولایتونو د پوهنتونونو له رئیسانو سره آنلاین ناسته ولري. د پوهنتون رئیسې په ناسته کې د پوهنځیو له رئیسانو وغوښتل چې د خپلو پوهنځیو او څانګو په کچه د فارغانو کمیـټې فعالې کړي؛ همدا راز د خپلو پوهنځیو فېسبوک‌پاڼې فعالې کړي او خپل فعالیتونه او راپورونه ترې خپاره کړي. په ناسته کې د پوهنځیو رئیسانو ته لارښوونه وشوه چې د خپلو فارغانو د برخې مسنجر ګروپونه فعال کړي او د ګوګل فورم له لارې مشخصه کړي چې د پوهنځي څومره فارغان یې په کار ګومارل شوي دي.

۲- له اړوندو مراجعو څخه راغلي مکاتیب چې د نظر څرګندولو او راپور ورکولو لپاره د پوهنتون درې‌ګونو معاونیتونو ته لېږل کېږي، په اړه یې په ناسته کې پرېکړه وشوه چې د پوهنتون درې‌ګوني معاونیتونه باید خپل راپور او نظرونه رسماً د پوهنتون ریاست ته ولېږي؛ د تحریراتو محترم آمریت باید د پوهنتون له درې‌ ګونو معاونیتونو څخه راپورونه راټول کړي او د رسمي مکتوب له لارې یې اړوندو مراجعو ته ولېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۳۳
Background image

د نشه یي توکو څخه د مخنیوي په پار د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلینو ته یو ورځنی ښوونیز سمینار وړاندې شو!

 

دوشبنه- ۷،۱،۱۴۴۸ه.ق

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت اړوند د مشاورې مرکز له لوري د نشه یي توکو څخه د مخنیوي اړوند د امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه فرمان د ښه تطبیق. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۱۹
Background image

علمي شورا؛ د علمي او تحقیقي ودې په موخه د ستراتېژیک پلان کمېټې بورد غني کېږي!

یکشنبه- ۵،۱،۱۴۴۸ ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ۱۴۰۵-۱۴۱۰ ه-.ش کلونو د ستراتېژیک پلان د تهیې او ترتیب په موخه د جوړ شوي بورد د غني کېدو په موخه یاد بورد ته لوړ رتبه علمي شخصیتونه. . .

BACK TO NEWS