د ماسټرۍ تیزسونو دفاعیه غونډه ترسره شوه

keu_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۰ - ۹:۳
sds

 

د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې په پوهنتون کې د علمي لاسته راوړنو په دوام، د ماسټري زده کړې رهبري او مدیریت دریم پړاو د ۲۰ تنو فارغانو د دفاع د پیل په مناسبت غونډه کې د شهید استاد ربانی ښوونې او روزنې پوهنتون رییس پوهنوال لیلما شریفي یما، د پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند جمشید خان رشیدي، د ماسټرۍ برنامو آمر ښاغلي فضل الحق فضل، رهنما استاد او داورانو په گډون ترسره شوه.

په دې غونډه کې، د شهید استاد ربانی ښوونې او روزنې پوهنتون رییس آغلې پوهنوال لیلما شریفي یما، د ماسټرۍ زده کړې رهبري او مدیریت برنامې فارغانو ته د مبارکي ورکولو پرمهال، هغې یادونه وکړه چې په ننۍ نړۍ کې، په برنامو کې د بریا ترلاسه کولو او سازمانونو ستونزو حل کولو یوازینۍ لار د څیړونکو له خوا عملي پلانونه چمتو کول دي چې له علمي څیړنو څخه لاسته راځي او د پرمختګ او بدلون لاره هواروي، هغې زیاته کړه: موږ خوښ یو چې نن ورځ موږ د رهبریت او تحصیلي مدیریت په برخه کې د ماسټرانو د روزل شوي او مسلکي کادرونو فراغت شاهدان یو، او هیله لرم چې تاسو به په راتلونکي کې د افغانستان تعلیمي ادارو رهبري او د مسلکي مدیریت او نوي پوهې سره چې تاسو یې په دې برخه کې زده کړي، مسؤل اوسئ، خپل شتون ګټور او مؤثره کړئ. د ویناو په دوام کې، ښاغلي پوهاند جمشید خان رشیدي محصلینو ته د هغوی د فراغت مبارکي وویله او په بیلابیلو برخو کې د دوی د څیړنې لپاره په دې برخه کې د استادانو او فارغانو هڅو ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د ماسټرۍ برنامو کې د څیړنې او علمي - څیړنیزو فعالیتونو کیفیت ته باید ډیر پام وشي. په پای کې، پوهاند فضل الحق فضل نظارت کونکو او فارغانو ته د تیزسونو د دفاع په پیل کې مبارکي وویله او یادونه یې وکړه چې د ماسترۍ زده کړې مرکز به په دې علمي بنسټ کې د کیفیت د کچې لوړولو لپاره به هر اړخیزه هڅه وکړئ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۱:۱۷
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري کارمندانو ته یو ورځنی ښوونیز ورکشاپ دایر شو!

پنجشنبه- ۹،۱،۱۴۴۸ ه،ق

د سهار ستوري کلینیک له لوري د استادانو مسلکي پراختیا امریت سره په همغږۍ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري کارمندانو ته "د لومړنیو صحي مرستو رسولو" ترسرلیک لاندې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۲۰
Background image

تېسول ماسټرۍ برنامې ته له کادري غړو ازموینه واخیستل شوه!

سه شنبه- ۸،۱،۱۴۴۸ ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، ژبو او ادبیاتو پوهنځي له لوري د ماسټرۍ برنامو امریت په همغږۍ د یاد پوهنتون د انګلېسي ژبې(تېسول) ماسټرۍ برنامې لپاره د هېواد د. . .

BACK TO NEWS