علمي شورا؛ د علمي او تحقیقي ودې په موخه د ستراتېژیک پلان کمېټې بورد غني کېږي!
یکشنبه- ۵،۱،۱۴۴۸ ه.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ۱۴۰۵-۱۴۱۰ ه-.ش کلونو د ستراتېژیک پلان د تهیې او ترتیب په موخه د جوړ شوي بورد د غني کېدو په موخه یاد بورد ته لوړ رتبه علمي شخصیتونه اضافه شول، چې په ورتګ به یې د پوهنتون راتلونکی ستراتېژیک پلان له هر اړخیزې بډاینې او اغېزمنتیا برخمن شي.
یاده پرېکړه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون په نوبتي علمي شورا کې وشوه، چې پکې د څلور ګونو معاونیتونو له لورې د تېرې ربعې د ترسره شویو فعالیتونو د راپورونو شریکولو ترڅنګ پر ګڼو داخلي موضوعاتو بحثونه وشول.
د علمي شورا ناسته چې د کلام الله د مبارکو ایتونو په تلاوت پیل او په دعایه پای ته ورسېده، پکې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس مولوي عبدالحکیم حمدي مقدماتي وینا کې د علمي ودې سربېره د محصلینو د معنوي ارتقاء لپاره د هراړخیزو پروګرامونو پر دائرولو ټینګار وکړ.
اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت
