کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" د اسلامي علومو پوهنځي د ثقافت څانګې استادانو سره دویمه غونډه ترسره کړه!

keu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۶:۵۷
565
 
چهارشنبې ورځ د 26/2/1403 هـ.ش چې له 6/11/1445 هـ.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس د اسلامي علومو پوهنځی د ثقافت څانګې استادانو سره غونډه ترسره کړه.
غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره د پوهنتون رئیس، اسلامي علومو پوهنځي رئیس او ثقافت څانګې استادانو په ګډون پیل شوه.
لومړۍ، کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" د غونډې ګډوونکونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، وویل: یاده 1۱غونډه له استادانو سره، محصلینو ته د سیمینارونو دایرولو او د محصلینو فکري او اصلاحي روزنې په پار نیول شوې.
ښاغلي “هاشمي” د اسلامي ثقافت استادانو ته محصلینو ته د سیمینارونو برابرولو، د محصلینو سیرت او صورت جوړولو، په نبوي سنتونو د محصلینو برابرولو او د محصلینو فکري او اصلاحي روزنې په برخو کې اړینې سپارښتنې وکړې.
د غونډې په پای کې ښاغلي "هاشمي" د استادانو د نظرونو او پشنهادونو اورېدلو وروسته، د هغو په عملي کولو تعهد او ټينګار وکړ.
غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۱:۳
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له البیروني پوهنتون سره د همکارۍ هوکړه وکړه! 

شنبه- ٢٧،١٢،١٤٤٧ ه.ق 
د اکاډمیکو او علمي مرکزونو د پیاوړتیا په موخه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او کاپیسا البیروني پوهنتون ترمنځ په علمي، څېړنیزو او اداري ډګرونو کې د همکارۍ، نصاب. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱
Background image

ورزشي سیالۍ؛ د بدني اعداد په موخه!

چهارشنبه- ١٩،١١،١٤٤٧ ه.ق. 
 د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نهه ګونو پوهنځیو ترمنځ د بدني اعداد په موخه د پیل شویو والیبال سیالیو پایلوبه د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په بریا پای ته. . .

BACK TO NEWS