کابل ولایت د دولسم پاسانو د کانکور ازموینه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې واخیستل شوه!

keu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۳ - ۸:۴۵
5244
 
 
د کابل ولایت د دولسم پاسانو د کانکور ازموینه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبرۍ، استادانو او د ازموینو ملي ادارې راغلي پلاوي په حضور کې واخیستل شوه.
جمعې ورځ د ۱۴/۱۲/۱۴۴۵ ه.ق چې له ۱/۴/۱۴۰۳ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ولایت د دولسم پاسانو د کانکور ازموینه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د رهبرۍ، استادانو، د ازموینو ملي اداراې راغلي پلاوي او د دوه تنو د کانکور ازموینې ګډونکوونکو په حضور کې سوالانه له ټاکل شوو صندوقونو خلاص شول او په شفافه توګه د ازموینې لړۍ پیل شوه.
د پوهنتون رهبرۍ د ازموینې له بهیر څخه د نظارت ترڅنګ، ټولو استادانو ته یې د ازموینې اړوند اړینې سپارېښتنې وکړې او د ازموینو ملي ادارې پلاوي ته یې په ازموینه کې د پوره رونټیا او امانت دارۍ ډاډ ورکړ.
د یادولو وړ ده چې(٣٠٠٠) تنو ځوانانو په کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې د کانکور ازموینه کې ګډون درلود.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۲ - ۱۴:۱۳
Background image

لوړو زده کړو وزارت د څېړنې، تألیف او ژبارې ریاست له لوري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو(د څېړنې، تألیف او ژبارې ریاست لخوا جور شوي دیجیتلي سیسټم کې د پوهنتون علمي کادر غړو د علمي، څېړنو او ترفېعي آثارو ثبتولو) تر سرلیک لاندې یو ورځنۍ ورکشاپ دایر ش

چهارشنبې ورځ ١٢/٩/١٤٤٦ هــ ق چې له ٢٢/١٢/١٤٠٣ ه.ش نېټې سره سمون لري د لوړو زده کړو وزارت د څېړنې، تألیف او ژبارې ریاست له لوري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو(د څېړنې، تألیف او. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۰ - ۱۳:۴۰
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري شورا غونډه ترسره شوه!

دوشنبې ورځ د ۲۰/۱۲/۱۴۰۳ ه.ش چې له ۱۰/۹/١٤٤٦ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې‌ پوهنتون اداري شورا غونډه د پوهنتون رئیس، معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او اداري شورا غړو په ګډون. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۰ - ۱۳:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس د تدریسی چارو ښه والي په پار د ماسټرۍ څانګې مسؤولینو او استادانو سره غونډه وکړه!

یکشنبې ورځ د ١٩/١٢/١٤٠٣ هـ.ش چې له ٩/٩/١٤٤٦ هـ.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا "هاشمي" د تدریسي چارو ښه والي په پار د ماسټرۍ. . .

BACK TO NEWS