د پوهنتون د علمي شورا ناسته

keu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۳۰ - ۱۴:۲۲
yyy

د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون علمي شورا د ۱۴۰۰ کال د مرغومې میاشتې په ۲۶مه نېټه تر غرمې وړاندې په ۱۰:۰۰ بجو د ښاغلي پوهاند جمشېدخان رشیدي په مشرۍ ناسته وکړه. ناسته د قرآن‌کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه او د اجنډا په اړه لازمې پرېکړې وشوې.

۱- د پوهنتون د علمي چارو مرستیال د پوهنتون ټولو استادانو او منسوبینو ته د روغتیا هیله وکړه او د پوهنځیو له رئیسانو او د علمي شورا له محترمو غړو یې وغوښتل چې اوسنیو او هغو هوکړه‌لیکونو ته پام ولري چې تر دې وروسته له ملي او نړیوالو بنسټونو سره لاسلیک کېږي. د پوهنتون د علمي چارو مرستیال د پوهنځیو له رئیسانو وغوښتل چې په غیر مختلط ډول د حضوري درسونو تر پیلېدو وړاندې خپل پلانونه په منظم ډول ترتیب کړي او د همدغو پلانونو له مخې لازم چمتووالی ونیسي.

۲. په ناسته کې د استادانو پر کنفرانسونو او علمي څېړنو بحث وشو او پرېکړه وشوه چې د استادانو کنفرانسونه او علمي مقالې باید د لوړو زده‌کړو وزارت له قوانینو، لوایحو او مقرراتو سره سمې چاپ او خپرې شي. نو محترم استادان باید دې برخه ته پام ولري. د پوهاند علمي رتبې لرونکي استادان هم باید د لوړو زده‌کړو له قانون سره سم خپل مکلفیتونه اجرا کړي.

۳. د علمي شورا غړو د مرکز د استادانو د علمي ترفیع درې (۳) دوسیې د رایو په اتفاق سره تایید کړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۱:۱۷
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري کارمندانو ته یو ورځنی ښوونیز ورکشاپ دایر شو!

پنجشنبه- ۹،۱،۱۴۴۸ ه،ق

د سهار ستوري کلینیک له لوري د استادانو مسلکي پراختیا امریت سره په همغږۍ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري کارمندانو ته "د لومړنیو صحي مرستو رسولو" ترسرلیک لاندې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۲۰
Background image

تېسول ماسټرۍ برنامې ته له کادري غړو ازموینه واخیستل شوه!

سه شنبه- ۸،۱،۱۴۴۸ ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، ژبو او ادبیاتو پوهنځي له لوري د ماسټرۍ برنامو امریت په همغږۍ د یاد پوهنتون د انګلېسي ژبې(تېسول) ماسټرۍ برنامې لپاره د هېواد د. . .

BACK TO NEWS