د پایلو پر بنسټ او د محصل محوری زده کړو ورکشاپ) OBE-SCL)

keu_admin
شنبه ۱۳۹۹/۶/۸ - ۱۵:۶
dff

د(OBE-SCL) ورکشاپ چې په 139۸کال د دلوي په 7مه بشپړ شوی نه و، بیا د دې پوهنتون د استادانو مسلکي پراختیا مرکز له خوا، د(HEDP) ادارې په همکارۍ، د 48 تنه برخه اخیستونکو استادانو لپاره جوړ شوو. چې د 12 ورځو لپاره دوام وکړ او د یکشنبې په ورځ، ۱۳۹۹کال د وږي په ۲مه، د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون رییس پوهنوال آغلې لیلما شریفي یما، د علمي چارو مرستیال ښاغلي جمشید خان رشیدي، د پوهنځییو رییسان، استادان، د پوهنتون (HEDP) د ادارې مسؤل ښاغلي مرادي خیل او د ورکشاپ روزنکو په شتون کې پای ته ورسیده.

په پیل کې آغلې بوهنوال لیلما شریفي یما، د ورکشاپ اهمیت او اړتیا په اړه خبرې وکړې او له ګډونوالو یې وغوښتل چې د OBE-SCL سیسټم سره سم خپله پالیسي کورس تنظیم کړي او په ټولګیو کې د زده کړې مرکز میتود معرفي کړي ترڅو زده کونکي د کار بازار کې تری ګټه و اخلئ. بیا د علمي چارو مرستیال ښاغلي جمشید خان رشیدي هم د مسلې په اړه خبرې وکړې او له استادانو یې وغوښتل چې د OBE-SCL مطابق خپل کاري پلان چمتو کړي او زده کونکي و ارزوي او ویې ویل چې په دویمه مرحله کې، د ولایتو پوهنتونونو استادان د دې برنامې ښوونې لپاره راوبلل شي. ورپسې، د پوهنتون (HEDP) د ادارې مسؤل ښاغلي مرادي خیل د خپلو فعالیتونو په اړه خبري وکړې او هغه موضوعات چې په ورکشاپ کې وړاندې شوي ولوستل چې تفصیل یې په لاندې ډول دی:

1. پر نتایجو ولاړ زده کړه

2. شاګر محوره زده کړه

3. د اغیزمن تحصیلی نصاب انکشاف او د هغه مهارتونه او لارې چارې

4. د تحصیلی اهدافو ټاکل د هغه مراحل او لارې چارې

5. د تاکل شوو اهدافو په اساس د زده کوونکو ارزونه او د ارزونې مختلف روشونه

6. د ټاکل شوو اهدافو، درسی مواد او د ارزونې د پایلو پرتله

7. د مشارکتی زده کړې څخه په ګټه اخیستنه د ټیم په بنست د زدکړو انکشاف او حمایت

8. مختلط آموزش

9. غیر حضوري یا آنلاین زدکړې

لاسته راغلې نتایج:

1. د ورکشاپ پای ته سیدو سره ګډون کوونکی کولای شي چې د اړتیاوو په اساس نصاب جوړ کړي.

2. ګډون کوونکی به وکولای شي چې تعلیمی اهداف، د پروګرام اهداف، د کورس اهداف او د زدکړې اهداف تعین کړای شي.

3. ګدون کوونکی به وکولای شي چې د ارزونې معیاری روشونه زده او د محصلینو په آزموینه کې ترې ګټه پورته کړي.

4. ګډون کوونکی به کولای شي په آنلاین ډول محصلینو درسی مواد تهیه او هم په آنلاین ډول سروي،تحقیق او سوالنامې له زده کوونکو سره شزیکې کړي.

5. د تطبیق له پروسې څخه څارنه په دوامداره توګه د دې ورکشاپ د تضمین کیفیت آمریت له خوا څارل کېږي.

6. د تحصیلی دورې په پای کې د HEDP له خوا او هم د دریمې ګړي سازمان په واسطه د ورکشاپ د اغیزمنتیا ارزونه کېږي.

7. ذکر شوو مسؤولینو له خوا د استادانو د کړنو ارزونه د دې لپاره تر سره کېږي، تر څو معلوم کړي چې تر کومې اندازه تر لاسه کړو مهارتونو څخه ګټه اخیستل شوې او د هغه په رڼا کې یې تدریسی چاري سرته رسولې شي.

8. د تحصیلې دورې او کال په پای کې د ورکشاپ د نتایجو د اغیزمنتوب ارزونه کېږي.

9. د کال په پای کې د ښوونکو څخه د ټاکل شوو اهدافو نمونه، د ارزونې یا امتحان نمونه، د اهدافو او ارزونې د پایلو پرتله د یو جوړ شوې سوالنامې سره مل غوښتل کېږي.

10. د ښوونکی سره د مصاحبې تر څنګ د زده کوونکو سره هم مصاحبه کېږي چې تر کومې اندازه ښوونکي د یاد ورکشاپ موضوعاتو تطبیق کړي دي.

د برنامې په پای کې ، د پوهنتون د مشرتابه له خوا د دې ورکشاپ برخه والو او روزونکو ته سندونه ورکړل شول. ورکشاپ په دعا سره پای ته ورسی

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۱۸
Background image

معیاري کتابتون؛ د علمي څېړنو اړتیا! -ښوونیز ورکشاپ

 دوشنبه- ١٤٤٧،١١،١٠ه.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، څېړنو او علمي مجلو معاونیت اړوند عمومي کتابتون امریت له لوري د نهه ګوني پوهنځیو کتابتونونو مسؤلینو ته "د معیاري کتابتون پېژندنه،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۱۳
Background image

مولوي عبدالحکیم حمدي؛ معیاري نصاب د تحصیلي بنسټونو د ملا تیر جوړوي! 

یکشنبه- ١٤٤٧،١١،٩ هـ.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند، استادانو د مسلکي پراختیا امریت له لوري استادانو ته “ د تحصیلي نصاب پراختیا او بیا کتنې" تر سرلیک لاندې یو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۷
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون په کوربه توب د جهان خصوصی پوهنتون له لوري «د افغانستان د دوامدار پرمختیا لپاره له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې» تر عنوان لاندې دوه ورځنی داخلي کنفرانس پیل شو. 

په دې دوه ورځني کنفرانس کې چې د لوړو زده کړو او مخابرات او معلوماتي تکنالوژۍ وزارتونو مقاماتو، د بېلابېلو ادارو استازو، څېړونکو او د امارتي او خصوصي لوړو زده‌کړو بنسټونو د استادانو په. . .

BACK TO NEWS