د نشه یي توکو څخه د مخنیوي په پار د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلینو ته یو ورځنی ښوونیز سمینار وړاندې شو!

hamid2
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۳۳
taszwedqasd

 

دوشبنه- ۷،۱،۱۴۴۸ه.ق

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت اړوند د مشاورې مرکز له لوري د نشه یي توکو څخه د مخنیوي اړوند د امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه فرمان د ښه تطبیق په موخه د یاد پوهنتون محصلینو ته “په نشه یي توکو روږديتوب او پایلې” ترسرلیک لاندې یو ورځنی ښوونیز ورکشاپ وړاندې شو، چې پکې پر نشه یي توکو د روږدیتوب عوامل، د اسلام له نظره د نشه یي توکو حیثیت، اضرار، له نشه يي توکو څخه د ځان ساتنې تګلارو او پر ټولنه یې د ناوړه اغېزو اړوند مفصل بحثونه او ترڅنګ یې تمثیلي پارچه وړاندې شوه.

 په پیل کې د محصلانو چارو مرستیال مولوي رحمان ګل وثیق په مقدماتي خبرو کې د اسلام له نظره د نشه یي توکو پر حیثیت او اضرارو د بحثت ترڅنک محصلینو ته وویل، چې دا زموږ او ستاسو مسؤلیت دی چې د نشه یي توکو د مخنیوي مقابل کې مبارزه وکړو ترڅو هېوادوال او ځوانان مو له دې بدبختۍ څخه په امان وي.

ورپسې اړوند مسؤلینو په نوبت سره د نشه یي توکو څخه د مخنیوي او اضرارو اړوند چمتو شوي د سمینار موضوعات ګډونوالو ته تشریح کړل.

داراز د سمینار په جریان کې د کابل پوهنتون د ښکلیو هنرونو او تیاتر برخې محصلینو د نشه یي توکو د اضرارو اړوند تمثیلي پارچه د ګډونوالو حضور ته وړاندې کړه، چې پکې خورا اغېزمن او اړین موارد هنري شوي و.

اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۳۳
Background image

د نشه یي توکو څخه د مخنیوي په پار د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلینو ته یو ورځنی ښوونیز سمینار وړاندې شو!

 

دوشبنه- ۷،۱،۱۴۴۸ه.ق

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت اړوند د مشاورې مرکز له لوري د نشه یي توکو څخه د مخنیوي اړوند د امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه فرمان د ښه تطبیق. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۱۹
Background image

علمي شورا؛ د علمي او تحقیقي ودې په موخه د ستراتېژیک پلان کمېټې بورد غني کېږي!

یکشنبه- ۵،۱،۱۴۴۸ ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ۱۴۰۵-۱۴۱۰ ه-.ش کلونو د ستراتېژیک پلان د تهیې او ترتیب په موخه د جوړ شوي بورد د غني کېدو په موخه یاد بورد ته لوړ رتبه علمي شخصیتونه. . .

BACK TO NEWS