د پوهنتون د علمي شورا ناسته

keu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱/۱۶ - ۱۱:۲۴
bg

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي شورا د ۱۴۰۰ کال د کب میاشتې په ۲۹مه نېټه ترغرمې وړاندې په ۱۰:۰۰ بجو د ښاغلي پوهاند جمشېدخان رشیدي په مشرۍ ناسته وکړه. ناسته د قرآن‌کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه او د اجنډا په اړه لازمې پرېکړې وشوې.

1- د علمي چارو مرستیال د علمي شورا غړو ته هرکلی ووایه او د دغې شورا غړو ته یې په ارواپوهنه، اختصاصي زده‌کړو او د بدني روزنې او ورزشي علومو په پوهنځیو کې د درېیو نویو ټاکل شویو رئیسانو د ټاکل کېدو مبارکي ورکړه او د دغو پوهنځیو د پخوانیو رئیسانو له هلو ځلو او زحمتونو یې مننه وکړه. د علمي چارو مرستیال د پوهنځیو له رئیسانو او استادانو وغوښتل چې د څېړنې، تدریس او کیفیت د تضمین په اړوندو چارو کې د لوړو زده‌کړو لوایحو او مقرراتو ته پام وکړي او خپل ټول علمي او اداري فعالیتونه د ا.ا.ا له پالیسیو سره سم تنظیم کړي. د علمي چارو مرستیال وویل چې د پوهنتون پوهنځي او معاونیتونه مکلف دي چې په ۱۴۰۱ کال کې خپل ربع‌وار راپورونه چمتو کړي او د پوهنتون د علمي او اداري شورا په غونډو کې یې وړاندې کړي. د علمي چارو مرستیال د پوهنتون د علمي مجلې د آمریت هڅې او زحمتونه د درناوي وړ وبلل او ویې ویل چې هیله لري په ۱۴۰۱ کال کې د مالي بودیجې هغه ستونزه حل شي چې د علمي مجلې د چاپ په برخه کې موجوده ده. د علمي چارو مرستیال په پای کې د پوهنتون د پنځه کلن ستراتیژيک پلان په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې تر دې وروسته ښايي د لوړو زده‌کړو وزارت ارزونه د پوهنتون د راتلونکي پنځه کلن ستراتیژيک پلان له مخې وشي. له دې امله د ستراتیژيک پلان کمېټه مکلفه ده چې د پوهنتون له معاونیتونو سره په همغږۍ دغه پلان بیاځلي چمتو کړي او د تاییدۍ لپاره یې د پوهنتون علمي شورا ته وسپاري.

۲- په غونډه کې د پوهنځیو له ریاستونو او د پوهنتون له معاونیتونو غوښتنه وشوه چې د ۱۴۰۰ کال د اړوند تطبیقي پلان راپور د علمي چارو معاونیت ته ولېږي.

۳- په دې غونډه کې د پوهنتون د کمېټو پر نوي کولو بحث وشو او پرېکړه وشوه چې له پوهنتون څخه د ځینو استادانو د منفکېدو او نه راتلو له امله اړتیا ده چې د پوهنتون د کمېټو غړي نوي شي.

۴- د پوهنتون د پوهنځیو، معاونیتونو او ریاستونو عملیاتي پلان جوړېدل یوه اړینه او الزامي چاره ده؛ له دې امله باید پوهنځۍ، معاونیتونه او د پوهنتون ریاست د ۱۴۰۱ کال عملیاتي پلان چمتو کړي او د تاییدۍ لپاره یې د علمي شورا د ۱۴۰۱ کال په لومړنۍ غونډه کې وړاندې کړي.

۵- په غونډه کې د پر HEMIS سیستم او د پوهنتون د نویو محصلانو د نوم‌لیکنې پر ډول هم بحث وشو او پرېکړه وشوه چې له ځینو پوهنځیو څخه د راغلي مکتوب پر بنسټ ښځینه تدریسي مدیرانې د HEMIS سیستم د کارولو لپاره زده‌کړې او ورکشاپونو جوړېدو ته اړتیا لري.

۶- په غونډه کې د پوهنځیو له رئیسانو وغوښتل شول تر څو د خپلو څانګو استادانو او آمرانو ته لارښوونه وکړي چې د ۱۴۰۱ کال د پسرلني سمستر لپاره خپلې کورس‌ پالیسۍ او کاري، عملیاتي او د تدریس د ښه‌والي پلانونه جوړ کړي او د تاییدۍ لپاره یې د پوهنځي د علمي شورا لومړۍ غونډۍ ته وړاندې کړي.

۷- د مرکز او ولایتونو د استادانو د علمي ترفېع او انفکاک ۷ دوسیې د علمي شورا د غړو له‌خوا د رایو په اتفاق سره تایید شوې.

۸- د روزنیزو او مسلکي علومو د پوهنځي د راتلونکو پنځو کلونو (۱۴۰۱ - ۱۴۰۵) ستراتیژيک پلان چې د تاییدۍ لپاره علمي شورا ته سپارل شوی و، په پرنسیپ کې تایید شو.

۹- د اسلامي علومو د پوهنځي د تفسیر د ماسټرۍ پروګرام تحصیلي نصاب د علمي شورا د غړو له‌خوا د رایو په اتفاق سره تایید شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۳۰ - ۱۲:۴۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون څېړنې او علمي مجلو معاونیت لخوا د اتم سمسټر محصلینو ته "د مونوګراف لیکنې لارښوونو" ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ ښوونیز-لارښودی سیمینار وړاندې شو!

سې شنبې ورځ د ٢٢/١١/١٤٤٦ ه.ق چې له ٣٠/٢/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون څېړنې او علمي مجلو معاونیت لخوا د اتم سمسټر محصلینو ته "د مونوګراف لیکنې لارښوونو". . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۵ - ۱۲:۴۴
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون په یوه اوونۍ کې!

شنبه:

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو معاونیت اړوند د نظم او ډسپلین کمېټې غونډه ترسره شوه.

یکشنبه:

د تدرسي چارو ښه والي په پار د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس د اسلامي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۴ - ۱۴:۴۴
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري(رهبري) شورا غونډه ترسره شوه!

چهارشنبې ورځ د ٢٤/٢/١٤٠٤ ه.ش چې له ١٦/١١/١٤٤٦ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې‌ پوهنتون اداري شورا غونډه د پوهنتون رئیس، معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او اداري شورا غړو په ګډون. . .

BACK TO NEWS