کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري(رهبري) شورا غونډه ترسره شوه!

hamid
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۴ - ۱۴:۴۴
ضص3-+

چهارشنبې ورځ د ٢٤/٢/١٤٠٤ ه.ش چې له ١٦/١١/١٤٤٦ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې‌ پوهنتون اداري شورا غونډه د پوهنتون رئیس، معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او اداري شورا غړو په ګډون ترسره شوه.

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په پیل کې، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" په خپلو خبرو کې اداري شورا غړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ماسټرۍ او دوکتورا برنامو ته د مستحقو استادانو ورپېژندلو اړوند هراړخیزې خبرې وکړې، زیاته یې کړه: د پوهنځیو د رئیسانو لخوا د تدریسي چارو کنترول او نظارت په پار په درسي مهالویشونو کې تدریسي لومړي ساعات باید تنظیم نشي، ترڅو په منظم ډول له تدریسي چارو څخه کنټرول ترسره شي. همدارنګه یې ټولو ګدونوالو ته په اداراتو کې د سلسله مرابتو رعایت کولو اړوند اړینې سپارېښتنې وکړې.

وروسته، د اداري شورا غړو د لاندې موضوعاتو:

(د پوهنتون بیرغ د رنګ تبدیلی، په ذیربطو شعباتو کې د سلسله مراتبو رعایت کولو، ماسټرۍ او دوکتورا برنامو ته د مستحقو استادانو ور پېژندلو، په لومړیو درسي ساعاتو کې د صنفونو کنترول په پار د پوهنځیو رئیسانو تدریسي ساعاتو نه تنظیمولو، پنجشنبې ورځو کې د تدریسي چارو د تطبیق ګزارش، فوق لېسانس برنامو استادانو حق الزحمه او د درې او څلور کالو غیابت وروسته د محصلینو تحصیلي دورې پرمخ وړلو) اړوند بحث او خبرې وکړې.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۱:۳
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له البیروني پوهنتون سره د همکارۍ هوکړه وکړه! 

شنبه- ٢٧،١٢،١٤٤٧ ه.ق 
د اکاډمیکو او علمي مرکزونو د پیاوړتیا په موخه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او کاپیسا البیروني پوهنتون ترمنځ په علمي، څېړنیزو او اداري ډګرونو کې د همکارۍ، نصاب. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱
Background image

ورزشي سیالۍ؛ د بدني اعداد په موخه!

چهارشنبه- ١٩،١١،١٤٤٧ ه.ق. 
 د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نهه ګونو پوهنځیو ترمنځ د بدني اعداد په موخه د پیل شویو والیبال سیالیو پایلوبه د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په بریا پای ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۸:۴۰
Background image

کیفیت لوړاوي معیارونو ته پام؛ د تحصیلي بنسټونو مؤثریت!-٤ورځنی ورکشاپ

 

 یکشنبه- ١٤٤٧/١١/١٦هـ.ق. 
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبری، استادانو او اداري کارمندانو ته د کیفیت لوړاوي ١١ معیارونو د ښه تطبیق اړوند څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو، چې هدف او موخه یې. . .

BACK TO NEWS