کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د طبیعي علومو پوهنځي علمي شورا غونډه ترسره شوه!
شنبې ورځ د ٢٠/١٠/١٤٠٤ ه.ش چې له ٢٠/٧/١٤٤٧ ه.ق نېټې سره سمون لري د طبیعي علومو پوهنځي د علمي شورا نوبتي غونډه د علمي چارو مرستیال، پوهنځي رئیس، د څانګو آمرینو او استادانو په ګډون ترسره شوه.
غونډه د قرآن عظیمالشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه.
په پیل کې، د علمي چارو مرستیال ښاغلي مولوي احسان الله"ناصح" هر اړخیزه وینا وکړه، د طبیعي علومو پوهنځي علمي هڅې یې وستایلې، د یاد پوهنځي ارزښت او مسؤلیتونو اړوند یې ګډونوالو ته سپارېښتنې وکړې او د کیفیت لوړاوي پروسې لپاره د چمتوالي، تدریسي کیفیت ښه والي، د نصاب بیا کتنې، پوهنتون ته د استادانو ژمنتیا، علمي مقالو لیکلو او سیمینارونو دایرولو اړوند یې ګډونوالو ته اړینې سپارېښتنې وکړې.
وروسته، د اجنډا مطابق د پوهنځي لخوا د سیمینارونو او ورکشاپونو دایرولو، د کیفیت لوړاوي پروسې لپاره چمتوالي، داخلي اروزنې نتایج، روان کال تدریسي او علمي چارو ارزونه، د نصاب پیاوړتیا، د استادانو علمي فعالیتونه، د څېړنو پرمختګ او د راتلونکو علمي پروګرامونو موضوعاتو اړوند بحث او خبرې وشوې.
غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.
وټساپ چینل:
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945
ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09
فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id=100086601634771&mibextid=ZbWKwL
ویبسایت:
Keu.edu.af
یوتیوب:
https://youtube.com/@kabuleducationuniversityuser44?
وتساپ گروپ:
https://chat.whatsapp.com/
LsFPrU2PDeS6jqF1m0XMDq
صفحه رسمي ژورنالهای پوهنتون
https://www.facebook.com/profile.php?id=61577701660030
