د کمپیوټر ساینس پوهنځي ریاست

د کمپیوټر ساینس پوهنځي پېژندنه او مخینه

د کمپیوټر ساینس څانګه په کال ۱۳۸۵ هـ ل د ښوونې او روزنې پوهنتون د طبیعي علومو په پوهنځی کې بنسټ کېښودل شو. په ۱۳۹۲ هـ ل کال کې دغه څانګه د کمپیوټر زده کړې او معلوماتي تکنالوژۍ پوهنځي ته ارتقا وکړه او په خپل جوړښت کې یې د شبکې او معلوماتو مدیریت څانګې شتون درلود. وروسته په ۱۳۹۷ هـ ل کال کې د پوهنځي د رهبرۍ او علمي شورا د تصویب له مخې د یاد پوهنځي نوم کمپیوټر ساینس ته بدلون وموند. د دغه پوهنځي د څانګو نومونه د نړیوالو معیارونو مطابق، په معلوماتي تکنالوژۍ او معلوماتي سیستمونو تعدیل شول. په ۱۳۹۹ هـ ل کال کې د کمپیوټر زده کړې (Computer Education) څانګه د پوهنځي له لوري وړاندیز شوه او په ۱۴۰۰ هجري لمریز کال کې یې د لوړو زده کړو وزارت لخوا منظوري ترلاسه کړه. اوس مهال، دا پوهنځی له درېیو څانګو سره فعالیت لري او شاوخوا ۴۰۰ زده‌کړیالي پکې په تحصیلي، علمي، او څیړنیزو چارو بوخت دي. دا پوهنځی به په ۱۴۰۴ کال کې خپله اتلسمه دوره فارغین هیواد ته د خدمت په موخه وړاندې کوي.

د یادونې وړ ده چې تر دې مهاله یې له ۱۱۰۰ څخه زیات فارغین د کار بازار او ټولنې ته وړاندې کړي، چې ډېری یې په دولتي او خصوصي ادارو، د معلوماتي تکنالوژۍ په بازار، لوړو زده کړو، نیمه لوړو زده کړو، او ښوونځیو کې د استادانو په توګه دندې ترسره کوي.

اوس مهال په دې پوهنځي کې ۲۳ استادان تدریس کوي. له دې جملې څخه، ۲تنه  استادان په هیواد کې دننه د ماسټرۍ په برخه کې زده کړې کوي او ۲ تنه نوریې  یې په مالیزیا کې د دوکتورا برخه کې زده کړې کوي.

د کمپیوټر ساینس پوهنځي د رئیس پوهنوال همایون غفوري لنډه پیژندنه

  • نوم: همایون غفوري
  • علمي رتبه: پوهنوال
  • تحصیلي درجه: ماسټر
  • لېسې دوره: غلام حیدر خان لېسه
  • لیسانس: کمپیوټر ساینس، د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون، کال ۱۳۸۶ هـ ل
  • ماسټري: سافټ ویر انجینرینګ، پاهانګ پوهنتون مالیزیا، کال ۱۳۹۳ هـ ل
  • د دندې پیل: د نوماند پوهیالي په توګه، ۱۳۸۷ هـ ل
  • اوسنی دنده: دکابل ښوونې اوروزنې پوهنتون دکمپیوټرساینس پوهنځي رئیس

 

 

 

 

اداري تجربه:

  1. له ۱۳۹۴ څخه تر ۱۳۹۷ کال پورې د معلوماتي سیستمونو د څانګې آمر
  2. له ۱۳۹۸ څخه تر ۱۴۰۰ کال پورې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د مسلکي پرمختګ مرکز آمر
  3. له ۱۴۰۳ کال څخه تر اوسه د کمپیوټر ساینس پوهنځي رئیس

ستاینلیکونه:

  1. د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون له لوري د دریمې درجې ستاینلیک ترلاسه کول
  2. د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت له لوري ستاینلیک ترلاسه کول
  3. د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي له لوري ستاینلیک ترلاسه کول

د ظرفیت لوړولو سیمینارونه:

  1. د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته  "په تحصیلي بنسټونو کې د علمي کادر د رول"  ترعنوان لاندې سیمینار وړاندې کول
  2. د کابل  ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته د "پایلو پر بنسټ تدریس (OBE) " ترعنوان لاندې د ورکشاپ وړاندې کول
  3. ددکابل ښوونې اوروزنې پوهنتون داسلامي تعلیماتوپوهنځي استادانوته  "د معتبرو نړیوالو ژورنالونو پېژندنه" ترعنوان لاندې سیمینار وړاندې کول
  4. د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته د "ګډې زده کړې" ترعنوان لاندې ورکشاپ وړاندې کول

د ظرفیت لوړولو لپاره په بهرنیو ورکشاپونو کې ګډون:

  1. په ۱۳۹۸ هـ ل کال کې د هند د Amity پوهنتون د ظرفیت لوړولو ورکشاپ
  2. په ۱۴۰۱ هـ ل کال کې د پاکستان د NUST پوهنتون د ظرفیت لوړولو ورکشاپ

په کورنیو ورکشاپونو کې ګډون:

  1. د "پایلو پر بنسټ ولاړ تدریس او زده کوونکي‌محور زده کړه (OBE/SCL)" ورکشاپ
  2. د "پروپوزل لیکنې" ورکشاپ
  3. د "پروژو مدیریت" ورکشاپ
  4. د "څیړنی میتودولوژي" ورکشاپ

 

په کمیسیونونواوکمیټوکې غړیتوب:

  1. د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د الکترونیکي زده کړې کمېسیون غړی
  2. د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د تقرر او ترفیعاتو کمېسیون غړی
  3. د کابل  ښوونې او روزنې پوهنتون د کیفیت د تضمین کمېټې غړی
  4. د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د تقرر او انفکاک کمېټې غړی
  5. د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د مسلکي پرمختګ مرکز بورد غړی

د علمي ترفیع لپاره خپاره شوي اثار:

  1. د CCNA 1-2 د سیسکو اکاډمۍ د شبکې پروګرام د کتاب د دریم او څلورم فصل ژباړه
  2. د کانو ماډل او عادي پوښتنلیک د سافټویر اړتیاوو استخراج کې پرتله (څیړنه)
  3. د ویب ډیزاین اساسات کتاب تألیف، د IT او IS دیپارتمنټ د شپږم سمستر لپاره
  4. Master Thesis: Verifying the Effectiveness of Software inspection with UML Diagrams: An Experimental Study

داخلي مقالې چې کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د پیام معرفت علمي مجلې کې نشر شوي دي:

  1. د سافټویر د اړتیاوو د استخراج بیلابیلو طریقو ته کتنه
  2. د سافټویر په جوړولو کې د غیروظیفوي اړتیاوو ارزونه
  3. د سافټویر د کیفیت د تضمین معیارونو ته کتنه
  4. د سافټویر د ازموینې بیلابیلو میتودونو پیژندنه او د هغوی ترمنځ توپیر
  5. د ویب‌سایټونو پر وړاندې د کود داخلولو بریدونو تحلیل
  6. د دمصنوعي ځیرکتیا د خطرونو ارزونه او د بشر پر راتلونکي یې اغیزې، ننګونې او حل‌لارې

په نړیوالو ژورنالونو کې د علمي مقالو خپرول:

  1. The Effectiveness of use case And Activity Diagram on Software Requirement Inspection: An Experimental Study
  2. Monitoring suspicious communication on online forum
  3. The review of software cost estimation model: SLIM
  4. Investigating the Inspection Effectiveness of Software Requirements Specification with UML Diagrams: A Concept Paper
  5. SQL Injection Attack Detection Using Machine Learning Algorithm
  6. The Role of Leadership Styles in Project Management: Systematic Literature Review
  7. Transformative Impact of Artificial Intelligence on IoT Applications: A Systematic Review of Advancements, Challenges, and Future Trends
  8. Enterprise Architecture in E-Government: A Study of Integration Challenges and Strategic Opportunities
  9. Revolutionizing Technology Education with Artificial Intelligence and Machine Learning: A Comprehensive Systematic Literature Review

 

د پوهنځي لیدلوری، ماموریت او موخې
لیدلوری
د اغېزناکو او ګټورو علمي، څیرنیزو او ښوونیزو خدماتو له لارې د کمپیوټر ساینس او معلوماتي تکنالوژۍ برخه کې په ملي او سیمه‌ییزه کچه د علمي مقام ترلاسه کول.

ماموریت

  • د کمپیوټر ساینس او ښوونې او روزنې په برخه کې  په نظری او عملي بڼه د دکیفیت لرونکو او عالي پروګرامونو وړاندې کول
  • د لېسې، لوړو او نیمه لوړو تحصیلي موسسو او ازاد بازار دکار لپاره د علمي او مسلکي کادرونو روزنه
  • د زده‌کړیالیانو لپاره د یو دوستانه تعلیمي چاپېریال برابرول او د زده‌کړیالیانو، څانګو او پوهنځي ترمنځ د همکارۍ روحیې پیاوړتیا؛
  • د انتقادي فکر لرونکو (Critical Thinkers) او د ټول عمر زده‌کړه‌کونکو (Lifelong Learners) په توګه د زده‌کړیالیانو روزنه
  • د علمي څېړنو په برخه کې د زده‌کړیالیانود څیړنیزومهارتونو لوړول
  • د دې پوهنتون د ټولو څانګو  زده‌کړیالیانو ته د کمپیوټر زده‌کړو او روزنیزو پروګرامونو وړاندې کول
  • د پوهنځي ټولو غړو ته په سیستماتیک او دوامدار ډول د مسلکي ودې فرصتونه برابرول

موخې
د کمپیوټر ساینس پوهنځی د اداري جوړښت له مخې یو علمي بنسټ دی، چې د ښوونې او روزنې پوهنتون تر سیوري لاندې فعالیت کوي. دا پوهنځی د پوهنتونونو، دلوړوزده کړو تحصیلي مؤسسو، دارالمعلمینونو او د معارف وزارت لپاره د IT او IS په برخو کې د لیسانس تر کچې مسلکي کادرونه روزي. د دې پوهنځي د استادانو فعالیتونه  له تدریس، څیړنې، ژباړې، تألیف او نورو اکاډمیکوچاروڅخه عبارت دي. د اوږدې تجربې پر بنسټ، استادان اړوند مضامین تدریسوي، زده‌کړیالیان لارښوونه کوي او خپله علمي پوهه او مهارتونه لوړوي، ترڅو دغه پوهه زده‌کړیالیانو ته انتقال کړي. دغه پوهنځی متخصصین د ټولنې د اړتیاوو مطابق د مسلکي ښوونکو په توګه روزي او فارغوي، ترڅو په خپلو اړوندو برخو کې لازم مهارتونه او استعداد ولري.

د دې پوهنځي مشخصې موخې عبارت دي له:

  • د کمپیوټر ساینس په برخه کې د لوړ کیفیت لرونکو پروګرامونو وړاندې کول او د هغو څخه په ورځنیو ستونزو کې ګټه اخیستل
  • د کمپیوټر ساینس په برخه کې د ماسترۍ او دوکتورا کچې عالي علمي پروګرامونو رامنځته کول
  • د کمپیوټر ساینس اړوند د علمي او څیړنیزو پروګرامونو مختلفو برخو ته وده ورکول
  • د لوړو زده‌کړو، نیمه لوړو زده‌کړو، دولتي او خصوصي دارالمعلمینونو لپاره د علمي او مسلکي کادرونو روزنه
  • د زده‌کوونکو لپاره د یو دوستانه تعلیمي چاپېریال برابرول او د زده‌کوونکو او څانګو ترمنځ د همکارۍ روحیې پیاوړتیا
  • دانتقادي فکر لرونکو (Critical Thinkers)، د ټول عمر زده‌کړه‌کونکو (Lifelong Learners)، نوښتګرو (Innovators) او متشبثینو (Entrepreneurs) په توګه د زده‌کوونکو روزنه
  • په سیستماتیک او دوامدار ډول د پوهنځي ټولو غړو ته د مسلکي ودې فرصتونه برابرول.

ارزښتونه
معیاري تدریس او څیړنه، شایسته‌سالاري، د ښوونې او روزنې په برخه کې د ټکنالوژۍ کارول، او د اړوندو مراجعو د قوانینو او لوایحو تطبیق.

د کمپیوټر ساینس پوهنځي فعالیتونه او عمده لاسته راوړنې

  • د پوهنځي د کتابتون فعالول
  • د نړیوالو معیارونو سره سم د پوهنځي او څانګو نومونو اصلاح او تعدیل کول
  • د زده‌کوونکو د عملي کارونو لپاره په پوهنځي کې د روباتیک لابراتور جوړول
  • د معلوماتي سیستمونو، معلوماتي ټکنالوژۍ او کمپیوټر زده کړې څانګو نوې نصاب تاییدول
  • د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت، لوړو زده‌کړو وزارت او نورو ادارو ته دکارزده کړې په موخه دزده کوونکو معرفي کول
  • د معلوماتي سیستمونو ماستري پروګرام نصاب تاییدول
  • د پوهنځي څلورم ټولګي لپاره د ظرفیت لوړونې ورکشاپ جوړول
  • د پوهنځي دویم او درېم ټولګي زده‌ کوونکو ترمنځ د سیالۍ پروګرامونو تنظیمول
  • د کمپیوټر زده کړې څانګې لپاره د پایتن پروګرام روزنیز کورس جوړول
  • د معلوماتي سیستمونو او معلوماتي ټکنالوژۍ څانګو د شپې پروګرام کې د زده کوونکو جذب کول
  • د کمپیوټر ساینس څانګو د نصاب پراختیا کې فعال ګډون کول.

د کمپیوټر ساینس پوهنځي پلانونه او راتلونکي پروګرامونه

  • د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د ماستري پروګرام جوړول
  • د ادارو څخه د څیړنیزو اړتیاو ارزونه
  • د معلوماتي ټکنالوژۍ سکتور کې د څیړنې او پراختیا مرکز جوړول
  • د پوهنځي په کچه د نوښت مرکز جوړول
  • د کمپیوټر ساینس زده‌کوونکو لپاره د اضافي ښوونې او عملي پروګرامونو جوړول
  • د اړوندو ادارو لپاره د ظرفیت لوړونې تعلیمي پروژو ترسره کول
  • په معلوماتي ټکنالوژۍ او تعلیمي برخو کې د ټولنې د عیني ستونزو مطابق څیړنیزې پروژې ترسره کول
  • کمپیوټر ساینس ته  د کمپیوټر زده کړې څانګې نوم بدلول
  • د ملي ژبې په مضمونونو کې ددرسي منابعو بډایه کول
  • په نړیوالو ژورنالونو کې مقالې خپرول
  • د استادانو علمي رتبې لوړول
  • د استادانو تحصیلي سطحه لوړول