د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون او د افغانستان پر چاپېریال د څار بنسټ تر منځ د همکارۍ ناسته

keu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۵ - ۱۴:۴۸
ggh

د ۱۴۰۰ کال د غبرګولې میاشتې په ۱۷مه نېټه د دوشنبې په ورځ د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون او د افغانستان پر چاپېریال د څار بنسټ تر منځ د همکارۍ ناسته وشوه. د ناستې موخه دا وه چې د چاپېریال‌ساتنې او بیولوژۍ څانګو ته څېړنیز او تجربوي بڼ جوړ شي چې د نباتاتو، بېلابېلو ونو او ګل‌خانو ازمویښت به په دې پروژه کې شامل وي. په دې ناسته کې د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون رئیسې آغلې پوهنوال لیلما شریفي یما، د پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند جمشېدخان رشیدي او پر چاپېریال د څار بنسټ له‌خوا د دغه بنسټ رئیس ښاغلي احمد صمیم هوشمند، د دغه بنسټ د عامه پوهاوي مسؤول ښاغلي نېکزاد بهنام، د چاپېریال متخصص ښاغلي محمد سلیمان قادري، د بنسټ د مالي برخې مسؤولې آغلې نورین ګوهري او د دوی ځینو همکارانو ګډون کړی و.

په سر کې د پوهنتون رئیسې د افغانستان پر چاپېریال د څار بنسټ رئیس او نورو همکارانو ته هرکلی ووایه او د خپلو خبرو په لړ کې یې د دې ادارې د ښه او اکاډمیک اقدام مننه وکړه. دې وویل، هر څه چې د دې ادارې په وس پوره وي وبه یې نه سپموي او له یاد پلاوي څخه یې وغوښتل چې په دې برخه کې د چاپېریال‌ساتنې څانګې ته د علمي څېړنو لابراتوار هم په پام کې ولري. ورپسې د پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند جمشېد خان رشیدي هم د علمي څېړنو د بڼ پر اړتیا او ګټورتیا خپل نظرونه څرګند کړل. ده ټینګار وکړ چې دغه بڼ باید له نړیوالو معیارونو سره سم جوړ شي تر څو د دغه پوهنتون د چاپېریال‌ساتنې د څانګې او د افغانستان د نورو پوهنتونونو ستونزې حل شي. په پای کې د افغانستان پر چاپېریال د څار بنسټ رئیس ښاغلي صمیم هوشمند هم د موضوع په اړه معلومات وړاندې کړل او د علمي څېړنو د هغه بڼ نقشه یې هم د پوهنتون له مشرتابه پلاوي سره شریکه کړه چې د پوهنتون په انګړ کې به جوړ شي. ده ډاډ ورکړ چې دغه بڼ له نړیوالو معیارونو سره سم طرحه شوی. د ناستې په پای کې پرېکړه وشوه چې د چاپېریال‌ساتنې او بیولوژۍ څانګو آمران پر موضوع لا ډېر تمرکز وکړي تر څو خپل تخصصي نظرونه او وړاندیزونه د افغانستان پر چاپېریال د څار بنسټ له مسؤولینو سره شریک کړي او د دې پروژې علمي کار پيل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۵:۷
Background image

اداري شورا؛ د روان کال ساختماني پروژو او اداري سیستم د تنظیم اړوند بحث وشو! 

یکشنبه، ١١/١٠/۱۴۴۷ ه.ق
 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند امریتونو سره میاشتنۍ نوبتي اداري ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال او اړونده امرینو په ګډون کې. . .

BACK TO NEWS