د ژبو او ادبیاتو پوهنځی

د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پېژندنه

 

د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د ښوونکو د روزنې اکاډمۍ له پوهنځیو څخه پراختیا موندلې ده. کله چې په (۱۳۶۱هـ.ش) کال کې د ښوونکو د روزنې اکاډمۍ نوم د کابل د پیداګوژۍ په انسټیټیوټ واوښت؛ نو دا پوهنځی د ژبو او ادبیاتو د څانګې په نوم ونومول شو او په (۱۳۶۴هـ.ش) کال یې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي ته ارتقا وموندله. په (۱۳۷۴ هـ.ش) کال د افغاني ټولنې د اړتیا، په بېلابېلو ښوونځیو کې د عربي څانګې او د لوړو زده کړو وزارت سلا ته د رسېدو پر بنسټ په یاد پوهنځي کې د عربي څانګه هم پرانیستل شوه. په (۱۳۸۱هـ.ش) کال کې کله چې د کابل پیداګوژي انسټیټیوټ د ښوونې او روزنې پوهنتون په نوم ونومول شو، د ژبو او ادبیاتو پوهنځی یې له فعالو پوهنځیو څخه یو پوهنځی و.

اوسمهال دا پوهنځی شپږ (پښتو، دري، عربي، انګلیسي، ترکي او روسي) څانګې لري، چې د لېسو، متوسطه او ابتدائیه ښوونځیو، د ښوونکو د روزنې مؤسسو او په نورو اړوندو څانګو کې مسلکي او پوه ښوونکي روزي.

دمګړۍ (۷۸) تنه ښځینه او نارینه استادان (۱۹۷۲) تنه محصلانو ته په څلورو درسي (پریسرویس، اینسرویس، شپه او ماسټرۍ پروګرام) برخو کې په تدریس بوخت دي.

 

د پوهنځي موخې

 

 

د معاصرو علومو په ګاڼه باندې د ځوان نسل سمبالول.

د هېواد د معارف چوپړ لپاره د مسلکي ښوونکو وړاندې کول.

د داخلي او بهرنیو بنسټونو په چوکاټ کې ټولنې ته د تجربه لرونکو او فعالو ژباړونکو او استادانو وړاندې کول.

د استادانو او محصلانو د علمي او تدریسي کچې لوړولو ته وده ورکول

لیدلوری

د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځی هوډ لري، چې د افغاني ټولنه کې د مسلکي، متخصصو او د رهبرۍ په وړتیا سمبالو ښوونکو د روزنې او تجربو له لارې په ټولنه کې د زده کړې له اړتیاوو سره سم د ملي او بین المللي ژبو په شمول د ژبو او ادبیاتو د زده کړې بنسټ رامنځته او دا بنسټ په ملي او سیمه ییزه کچه د ډاډ وړ زده کړنیز ځای ومومي.

 

دنده او رسالت

 

د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځی دمګړۍ د عصري ټکنالوژۍ د کارولو له لارې د نوي او پایلې پر بنسټ ښوونیز نصاب له لارې د ښوونیز نظام لپاره د ښوونکو په روزنه او مسلکي، متخصصو، څېړونکو او ژبو او ادبیاتو ته د ژمنو رهبرانو په روزنه بوخت دی.

 

ارزښتونه

 

د ادبیاتو په بېلابېلو څانګو کې د هېواد د پوهنې بنسټ، نورو اړوندو بنسټونو، د هېواد دننه او بهر موسسو له اړتیاوو سره سم په علمي معیارونو باندې د انساني، اسلامي او ملي ارزښتونو پر بنسټ د محصلانو روزنې ته ځانګړې پاملرنه کوي.

د کریډیټ سیسټم، د تدریس د نوو تګلارو او د معاصرې زده کړنیزې ټکنالوژۍ د کارولو له لارې د زده کړې کیفیت ته پاملرنه کول.

د ژبو او ادبیاتو څانګې په اړوندو موضوعاتو کې څېړنې ته ځانګړې پاملرنه کوي او د پروګرامونو د څېړنې لپاره د ځان بسیاینې او مالي خپلواکۍ په موخه هڅې او یون ته لاره هواروي.

د پوهنځي او پوهنتون له ستراتیژیک پلان سره سم د تدریس او څېړنې په برخه کې د کیفیت د لوړاوي لپاره هڅه کول.

د اسلامي احکامو او مقررو مراعاتول، انساني ارزښتونو ته د درنښت په سترګه کتل او د لوړو زده کړو وزارت مقررو، لایحو او د علمي، اکاډمیکو ارزښتونو د اخلاقو لپاره ژمن پاتې کېدل

 

د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د ځواکمنتیا ټکي

 

د تجربه لرونکو ځواکمنو، لوړ رتبه - علمي او تحصیلي کادرونو شتون؛ د پلان او درسي پروګرامونو شتون؛ د درسي پروګرامونو او مفرداتو سره سم د کریډیټ سیسټم پلي کول؛ د داخلي او بهرنیو دولتي او خصوصي (د امریکا د انډیانا پوهنتون، ویونس امره؛  د ترکیې هېواد د معارف بنسټ) زده کړو موسسو د ادبیاتو او ژورنالیزم له اړوندو پوهنتونونو سره د علمي او اکاډمیکو اړیکو رامنځته کولو ته پراختیا ورکول. د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د څانګو تر منځ د پیاوړو اړیکو اوهمغږۍ شتون. د ادبیاتو بېلابېلو څانګو ته د لېوالو ځوانانو د جذب وړتیا درلودل.

د پوهنتون او څانګو په کچه د یوې سالمې او ځواکمنې ادارې درلودل.

د ژبو او ادبیاتو پوهنځي ځانګړتیاوې

 

د ماسټرۍ او ډکټورا په کچه په علمي تجربو سمبال داخلي او بهرني استادان درلودل.

د لوړو زده کړو وزارت له لایحو سره سم د معیاري درسي نصاب درلودل. د تدریس نوي، غوره او معیاري میتودونه کارول.

په بېلابېل کتابونو او انټرنټ باندې سمبال کتابتون،

کمپیوټر لپ او د انټرنیټ اسانتیاوو ته لاسرسی.

د علم او پوهې د ترلاسه کولو لپاره هوسا او سالم چاپېریال.

د پروجکټور، ال سي ډي په څېر په نوو او معاصرو تدریسي وسایلو باندې سمبال پراخ درسي ټولګي.

د نوو علمي څېړنو پر بنسټ د تدریس په تګلاره کې بدلون راوستل او د اکاډمیکې سویې لوړول.

د محصلانو د ودې، د مهارتونو او وړتیاوو لوړاوي لپاره د مناسبې زمینې برابرول.

د لوړو زده کړو وزارت د قوانینو په پلي کولو کې پرېکړنده عمل.

له خپل ځانګړي نظم او ډسپلین سره د اسلامي، اکاډمیک او سالم درسي چاپېریال رامنځته کول او ساتل.

د علمي څېړنو مرکز یعنې د استادانو او محصلانو په وسیله د څېړنیزو چارو د ترسره کولو امکانات!

له بهرنیو پوهنتونونو سره د توامیت د رامنځته کولو هڅه او د استادانو- محصلانو د علمي او مسلکي پوهې د کچې د لوړاوي په موخه د اوږدمهالو او لنډمهالو بورسیو ترلاسه کول. د درسي پروګرامونو پراختیا او د سمسټر پهپای کې د ځان ارزونې د فورم د پایلې پر بنسټ د تدریس د کیفیت لوړول.

د ماسټرۍ پروګرامونه

د انګلیسي څانګې د تیسل (TESOL)، د پښتو ژبې او ادبیاتو، د دري ژبې او ادبیاتو د ماسټرۍ پروګرامونه چې ښوونې او روزنې ته میلان لري، د کار د بازار له غوښتنې سره سم د هغې ډلې محصلانو لپاره رامنځته شوي، چې غواړي خپلې لوړې زده کړې د ژبو او ادبیاتو په ساحه کې د علمي او مسلکي وړتیاوو د لا پیاوړتیا په موخه د ماسټرۍ تر کچې ورسوي.

د مضامینو په تدریس کې د تدریس له پرمختللو تګلارو څخه کار اخیستل کېږي. د یادو پروګرامونو ښوونیز نصاب د ملي او بین المللي معیارونو پر بنسټ برابر شوی، چې د ژبو او ادبیاتو په هکله مسلکي پوهه په خپل ځان کې رانغاړي

د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د فارغ التحصیلانو لپاره د کار زمینې

له دې پوهنځي څخه د فارغ التحصیلانو لپاره په هېواد کې بې شمېره کاري زمینې برابرې دي، چې په لاندې توګه یې د یو شمېر زمینو یادونه کوو:

د پوهنې وزارت په چوکاټ کې د بریالي مدرس په توګه.

د هېواد په بېلابېلو ادارو کې د ژمن کارمند په توګه.

د هېواد دننه سفارتونو او امنیتي کمپونو په څېر په بهرنیو بنسټونو کې د بهرنیو ژبو د ژباړن په توګه.

په دولتي او خصوصي پوهنتتونونو کې د یو تجربه لرونکي ښوونکي په توګه.

په دارالمعلمینونو او انسټیټوټونو کې د استاد په توګه.

د بهرنیو چارو په وزارت کې د فرهنګي کارمند او تکړه محرر په توګه.

په کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو کې د ویاندوی په توګه.

د ملي امنیت د ریاست د کارمند په توګه.

په رسنیو کې د ویاند په توګه.

د دکلمه کوونکی او لیکوال په توګه

په پورتنیو یادو دندو سربېره د دې پوهنځي فارغ التحصیلان کولای شي د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت په نورو ادارو کې د تحصیل لرونکي او متخصص ځواک په توګه کار وکړي.

 

 

 

د ۱۳۹۹ل. کال د ژبو او ادبیاتو پوهنځي انکشافي پلان

د پلي کېدو وخت

د بودجې برابروونکې مرجع

بودجې ته اړتیا

پلی کوونکی

موضوع

شمېره

 

۱۳۹۹

اداري معاونیت

اړتیا نه شته

د ژبو او ادبیاتو پوهنځی

د پښتو، دري، انګلیسي، عربي روسي او ترکي څانګو لپاره د کتابتون بنسټ ایښودل.

۱

۱۳۹۹

اداري معاونیت

اړتیا نه شته

د ژبو او ادبیاتو پوهنځی

د ټولنې له اړتیاوو سره سم د شپږ ګونو څانګو نصاب ته تجدیدي کتنه

۲

۱۳۹۹

 

اړتیا نه شته

د ژبو او ادبیاتو پوهنځی

د ژبو او ادبیاتو پوهنځي شپږ ګونو څانګو د استادانو لپاره د انګلیسي ژبې د کورسونو رامنځته کول.

۳

۱۳۹۹

اداري معاونیت

اړتیا نه شته

 

د ژبو او ادبیاتو پوهنځی

د بېلابېلو کمېټو لپاره د په اړوندو توکو باندې د یوې خونې سمبالول.

د پاتې مضامینو د ۶۰٪ درسي کتابونو چمتو او برابرول.

۴

۱۳۹۹

 

اړتیا نه شته

د ژبو او ادبیاتو پوهنځی

د درسي پروګرامونو د پرمختیا او نوي والي په موخه له سفارتونو او موسسو سره د اړیکو رامنځته کول.

۵

۱۳۹۹

 

اړتیا نه شته

د ژبو او ادبیاتو پوهنځی

د ژبو او ادبیاتو پوهنځي په تدریسي مدیریت کې د فایلنګ سیسټم رامنځته کول.

۶

۱۳۹۹

 

اړتیا نه شته

د ژبو او ادبیاتو پوهنځی

د انګلیسي ژبې د سویې د تثبیتولو لپاره د ازموینې د اخیستلو په موخه د انلاین سیسټم رامنځته کول.

۷

۱۳۹۹

اداري معاونیت

اړتیا نه شته

د ژبو او ادبیاتو پوهنځی

د شپږ ګونو څانګو لپاره د ژبې د لابراتوار رامنځته کول.

۸

۱۳۹۹

 

اړتیا نه شته

د ژبو او ادبیاتو پوهنځی

په اړینو توکو باندې د میتودیکې خونې سمبالول

۹

۱۳۹۹

 

اړتیا نه شته

د ژبو او ادبیاتو پوهنځی

د شپږ ګونو څانګو د استادانو په مرسته د نمونه يي درسونو د برابرولو پروسه پیلول.

۱۰

۱۳۹۹

 

اړتیا نه شته

د ژبو او ادبیاتو پوهنځی

د شپږ ګونو څانګو د مفرداتو او لکچرنوټونو ته بیا کتنه.

۱۱

۱۳۹۹

 

اړتیا نه شته

د ژبو او ادبیاتو پوهنځی

د نصاب د پلي کېدو د څرنګوالي څار او تر نظر لاندې نیول.

۱۲

۱۳۹۹

اداري معاونیت

اړتیا نه شته

د ژبو او ادبیاتو پوهنځی

د علمي محفلونو په لار اچول

۱۳

۱۳۹۹

 

اړتیا نه شته

د ژبو او ادبیاتو پوهنځی

د محصلانو وړاندیزونو او شکایتونو ته رسېدل.

۱۴

۱۳۹۹

 

اړتیا نه شته

د ژبو او ادبیاتو پوهنځی

د کار بازار او اوسني وخت له اړتیا سره سم درسي مفرداتو ته بیا کتنه.

۱۵

۱۳۹۹

 

اړتیا نه شته

د ژبو او ادبیاتو پوهنځی

د څانګې د استادانو د تدریس لپاره د الکټرونیکي اسانتیاوو د غوره زمینو برابرول.

۱۶

۱۳۹۹

 

اړتیا نه شته

د ژبو او ادبیاتو پوهنځی

د پوهنځي د لا ښې پرمختیا او ودې لپاره له نړیوالو پوهنتونونو سره د هوکړه لیکونو او قراردادونو د تړون لپاره هڅه کول.

۱۷

۱۳۹۹

 

اړتیا نه شته

د ژبو او ادبیاتو پوهنځی

د علمی کنفرانسونو په لار اچولو لپاره د داخلي او بهرنیو استادانو او ډاکټرانو رابلل.

۱۸

 

 

د ۱۳۹۸ ل. کال د ژبو او ادبیاتو پوهنځي لاسته راوړنې او ستونزې

په ۱۳۹۸ ل. کال کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي له هر ډول امنیتي ګواښونو له شتون سربېره لاندې لاسته راوړنې درلودې. لاندې ټولې شته لاسته راوړنې د نه ستړې کېدونکو هڅو په پایله کې ترلاسه شوي دي. په تېر یو کال کې د یاد پوهنځي درنو استادانو او اداري کارکوونکو د خپلې علمي لارې په اوږدو کې د هر ډول ستونزو په پام کې نه نیولو سره په هېوادنۍ مینه، د بشر دوستۍ او اسلامي احساس سره خپلو دندو ته دوام ورکړی دی؛ خو د تېر یو کال د لاسته راوړنو سربېره چې کومو ستونزو د یاد پوهنځي فعالیتونه له ستونزو سره مخامخ کړي دي، په لاندې ډول یې یادونه کېږي:

د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د لاسته راوړنو او ستونزو جدول

شمېره

لاسته راوړنې

کتنې

۱

په دوو ملي (پښتو او دري) ژبو د ماسټرۍ پروګرام بنسټ ایښودل.

 

۲

دTESOL  له پروګرام څخه د ماسټرۍ په سویه د ۴۲ تنه محصلانو فارغ التحصیلول.

 

۳

له پښتو، دري، انګلیسي، عربي، روسي او ترکي څانګو څخه د ماسټرۍ په سویه د (     ) تنه محصلانو فارغ التحصیلول.

 

۴

په افغانستان کې د ترکیې د مرستو له بنسټ سره د مرستې د هوکړه لیک لاسلیکول.

 

۵

د ډوکټورا او ماسټرۍ پروګرام لپاره له هېواد څخه بهر د ۱۰ تنه استادانو لېږل.

 

۶

په ټکنالوژۍ باندې د درسي ټولګیو سمبالول.

 

۷

د World Learning انلاین پروګرام ته د انګلیسي څانګې د څلور تنه استادانو معرفي کول.

 

۸

محصلانو ته په ټاکلي وخت باندې د ترانسکرپټ وېشل.

 

۹

دTESOL  ماسټرۍ پروګرام د محصلانو د تېزسونو چاپ او خپرول.

 

۱۰

د لوړو زده کړو وزارت په مرسته باندې د څانګو تحصلي پلان ته بیا کتنه.

 

۱۱

لکچرنوټونو ته بیا کتنه او اړین نوښت پکې راوړل. 

 

۱۲

د محصلانو لپاره د تالیفي کتابونو چاپ او خپرول.

 

۱۳

په خپل ټاکلي وخت باندې د استادانو د ترفېعاتو اجرا کول.

 

۱۴

د پوهنځي او شپږ ګونو څانګو د کتلاک ترتیبول. 

 

۱۵

د زده کوونکو پر بنسټ د زده کړې د نظام غښتلي کول.

 

۱۶

د پوهنځي په کچه د SCL او OBE پروګرامونو دودول.

 

۱۷

د پوهنځي د ستراتیژیک، عملیاتي او تطبیقي پلان برابرول او بیاکتنه.

 

۱۸

د ترکي څانګې لپاره د امره یونس انسټیټوټ په مرسته د دوو قراردادي استادانو استخدامول.

 

۱۹

د یونس امره انسټیټوټ د هوکړې پر بنسټ د وړیا او ۵۰ څخه تر ۸۰ سلنې پورې د تخفیف په پام کې نیولو سره د ترکی څانګې د محصلانو لپاره د کورسونو برابرول.

 

۲۰

د محصلانو تر منځ د مقاله لیکلو د سیالۍ په لار اچول او په ډالیو باندې یې هڅول.

 

۲۱

د شپې ټولګیو تشکیلول.

 

۲۲

د پوهنځي په کمېټو کې د مسلکي او تجربه لرونکو غړو ټاکل.

 

۲۳

د استادانو له خوا په افتخاري ډول د کنفرانسونو وړاندې کول.

 

۲۴

د واټس اپ له لارې د محصلانو له استازو سره د اړیکو ټینګول.

 

۲۵

د شکایتونو د څار او په خپل وخت ورته د رسېدو لپاره د مکانیزم جوړول.

 

۲۶

د اکاډمیکو اړیکو ټینګولو لپاره د پوهنځي، څانګو او کمېټو په کچه د واټس اپ ګروپونو رامنځته کول.

 

 

 

شمېره

ستونزې

د حل لارې چارې

۱

د پوهنځي او څانګو په کچه د کتابتون نه درلودل.

د انکشافي بودجې د کارولو له لارې او یا هم د ملي او نړیوالو موسسو سره د اړیکو ټینګولو په پایله کې د کتابتون لپاره د یوې خونې تجهیزول.

۲

د محصلانو لپاره د تحصیلي بورسیو نه شتون.

له دوو لارو څخه د تحصلي بورسیو برارول:

۱- د لوړو زده کړو وزارت د بورسیو له لارې.

۲- له سفارت خونو سره د اړیکو ټینګولو له لارې.

۳

د پوهنتون په کمېټو کې د مسلکي وګړو نه شتون.

وګړي بای د هغوی د تجربو او تخصص له مخې کمېټو ته وروپېژندل شي.

۴

د استادانو ظرفیت لوړلو ته لږه پاملرنه.

په لومړی ګام کې لومړیتوبونه باید وټاکل شي او پر بنسټ یې وروسته بیا ورکشاپونه دایر شي.

۵

د مضامینو د مفرداتو د نوي کولو لپاره د ورکشاپونو نه شتون.

د پوهنځیو په کچه د مفردانو د نوو کولو لپاره د مضامینو پر بنسټ د ورکشاپونو برابرول.

۶

د استادانو لپاره د لنډ مهالو بورسیو نه شتون.

د لوړو زده کړو د انکشافي بودجې او یا هم د سفارت خونو له لارې د استادانو لپاره د لنډمهالو بورسیو برابرول. 

۷

د کیفیت تضمین د مرکز له خوا په چارو کې د نوښت په لور د لارښوونې کمزورتیا.

د کمزورتیا د ټکو د له منځه وړلو لپاره چې کوم کسان د کیفیت لوړولو په کمېټو کې کار کوي تر ټولو غوره کسان وي او له یوې بېلګې سره یو واضح طرزالعمل چمتو کړي.

۸

د الکټرونیکي توکو د ترمیم لپاره جدي پاملرنې نه کول.

اړوندې شعبې ته لارښوونه وشي تر څو د الکټرونیکي توکو د ترمیم په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

۹

د وزارت په کمېټو کې د ځینو استادانو بوختیا.

د پوهنتون یا لوړو زده کړو وزارت کمېټو ته د استادانو ورپېژندنه د څانګو د هوکړې پر بنسټ ترسره شي او په اونۍ کې یوه ورځ او یا هم له اړتیا سره سم دوه یا درې ورځې دې په لیکلې بڼه څانګې ته مشخصې کړي.

۱۰

د استادانو د زده کړو درجې د لوړاوي لپاره د غوره زمینو نه شتون.

د بورسیو، ورکشاپونو او کنفرانسونو برابرول.

۱۱

د ژبې د تدریس لپاره د لابراتوار نه شتون.

د یو صنف ټاکل او له موسسو سره د اړیکو له لارې او یا د پوهنتون د بودجې د کارولو له لارې یې په اړوندو تجهیزاتو سمبالول.

۱۲

په بېلابېلو رشتو کې د نوو درسي کتابونو کمښت.

لومړی باید کتابتون رامنځته شي او وروسته د سفارت خونو د مرستې له لارې د کتابونو د برابرولو په موخه لاس په کار شي.

۱۳

د ادبیاتو څانګو ته د امریکا، روسیې او عربي ژبو د سفارتونو لږه پاملرنه.

د اړیکو ټینګولو یوه کمېټه دې رامنځته شي او د همغې کمېټې له لارې دې له سفارت خونو سره اړیکې ټینګې شي.

۱۴

د روسي ژبې په تدریس کې د تدریس اموزۍ د ساحې محدودیت.

د محصلانو لپاره د روسي ژبې د ساحې مشخص شي او یا دې ورته کاري ساحه وټاکل شي. 

۱۵

په ترکی څانګه کې د استاد کمښت.

د دې څانګې د اړتیاوو د له منځه وړلو لپاره دې لږ تر لږه دوه بستونه په پام کې ونیول شي.

۱۶

په منظمه توګه د برېښنا نه شتون.

د برېښنا په برخه کې دې د برېښنا له ریاست سره اړیکې ټینګې شي.