کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو مرستيال د کمپيوټر ساينس پوهنځي له استادانو سره ناسته ترسره کړه!

hamid
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۳:۳۷
fgzsas

 

چهارشنبې ورځ د ١٠/١٠/١٤٠٤ ه.ش چې ٧/١٤٤٧/ ١٠ هـ.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو مرستيال د کمپيوټر ساينس پوهنځي له استادانو سره ناسته ترسره کړه.

په دې ناسته کې د پوهنځي د علمي وضعيت ارزونه وشوه او د علمي همکاريو پراختيا، د تدريسي بهير د پياوړتيا او د استادانو ترمنځ د تجربو د شريکولو پر ارزښت خبرې وشوې.

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلي مولوي احسان الله "ناصح" ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې د ښه راغلاست ترڅنګ د فوق لېسانس (ماسټرۍ) برنامې کيفيت لوړولو، د درسي نصاب معياري کولو او د محصلينو علمي ظرفيت لوړولو اړوند هراړخیزې خبرې وکړې، زیاته یې کړه: د کيفيت لوړاوي د ارزونې بهير ته په کتو، د اړينو اسنادو برابرولو، د تدريسي معيارونو پوره کولو او د ارزونې لپاره د بشپړ چمتووالي لپاره باید اړین کارونه ترسره شي.

په پای کې استادانو خپلې نظريې، ستونزې او وړانديزونه شريک کړل او د علمي چارو مرستيال د علمي پرمختګ، د کيفيت د دوامداره ښه والي او د ګډې همکارۍ ډاډ ورکړ.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۴:۴۰
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا آمریت له لوري د پوهنتون استادانو لپاره ( د علمي مقالو خپرول، ننګونې او حل لارې) ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ ورکشاپ وړاندې شو!

چهارشنبې ورځ ١٠/٧/۱۴۴۷ هــ ق چې له ١٠/١٠/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا آمریت له لوري د پوهنتون استادانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۳:۳۷
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو مرستيال د کمپيوټر ساينس پوهنځي له استادانو سره ناسته ترسره کړه!

 

چهارشنبې ورځ د ١٠/١٠/١٤٠٤ ه.ش چې ٧/١٤٤٧/ ١٠ هـ.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو مرستيال د کمپيوټر ساينس پوهنځي له استادانو سره ناسته ترسره کړه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۳:۱۹
Background image

 از طرف آمریت آموزش و ارتقای ظرفیت، ریاست امور کارکنان وزارت تحصیلات عالی با هماهنگی آمریت امور کارکنان پوهنتون تعلیم و تربیه کابل برای کارمندان اداری پوهنتون تعلیم و تربیه کابل  ورکشاپ پنج روزه‌ای تحت عنوان"مدیریت و ثبت مراسلات اداری" آغاز گردید!

روز دوشنبه مؤرخ ۸/۷/۱۴۴۷ هـ.ق. مطابق ۸/۱۰/۱۴۰۴ ه.ش برای کارمندان اداری پوهنتون تعلیم و تربیه کابل از طرف آمریت آموزش و ارتقای ظرفیت، ریاست امور کارکنان وزارت تحصیلات عالی با هماهنگی. . .

BACK TO NEWS