کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو مرستيال د کمپيوټر ساينس پوهنځي له استادانو سره ناسته ترسره کړه!

hamid
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۳:۳۷
fgzsas

 

چهارشنبې ورځ د ١٠/١٠/١٤٠٤ ه.ش چې ٧/١٤٤٧/ ١٠ هـ.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو مرستيال د کمپيوټر ساينس پوهنځي له استادانو سره ناسته ترسره کړه.

په دې ناسته کې د پوهنځي د علمي وضعيت ارزونه وشوه او د علمي همکاريو پراختيا، د تدريسي بهير د پياوړتيا او د استادانو ترمنځ د تجربو د شريکولو پر ارزښت خبرې وشوې.

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلي مولوي احسان الله "ناصح" ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې د ښه راغلاست ترڅنګ د فوق لېسانس (ماسټرۍ) برنامې کيفيت لوړولو، د درسي نصاب معياري کولو او د محصلينو علمي ظرفيت لوړولو اړوند هراړخیزې خبرې وکړې، زیاته یې کړه: د کيفيت لوړاوي د ارزونې بهير ته په کتو، د اړينو اسنادو برابرولو، د تدريسي معيارونو پوره کولو او د ارزونې لپاره د بشپړ چمتووالي لپاره باید اړین کارونه ترسره شي.

په پای کې استادانو خپلې نظريې، ستونزې او وړانديزونه شريک کړل او د علمي چارو مرستيال د علمي پرمختګ، د کيفيت د دوامداره ښه والي او د ګډې همکارۍ ډاډ ورکړ.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۴:۴۰
Background image

از طرفِ آمریت انکشاف مسلکی استادان، معاونیت امور علمی پوهنتون تعلیم و تربیه کابل برای استادان پوهنتون ورکشاپ یک روزه تحت عنوان(نشر مقالات، چالش‌ها و راه‌کارها) برگزار گردید! 

 

روز چهارشنبه موُرخ ۱۰/۷/۱۴۴۷ ه.ق مطابق ۱۰/۱۰/۱۴۰۴ ه.ش. از طرفِ آمریت انکشاف مسلکی استادان، معاونیت امور علمی پوهنتون تعلیم و تربیه کابل برای استادان پوهنتون ورکشاپ یک روزه تحت عنوان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۳:۳۷
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو مرستيال د کمپيوټر ساينس پوهنځي له استادانو سره ناسته ترسره کړه!

 

چهارشنبې ورځ د ١٠/١٠/١٤٠٤ ه.ش چې ٧/١٤٤٧/ ١٠ هـ.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو مرستيال د کمپيوټر ساينس پوهنځي له استادانو سره ناسته ترسره کړه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۳:۱۹
Background image

لوړو زده کړو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ښوونې او ظرفیت لوړونې آمریت له لوري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د کارکوونکو چارو آمریت په همغږۍ د یاد پوهنتون اداري برخو آمرینو او کارمندانو  ته " د اداري مراسلاتو مدیریت او ثبت" ترسرلیک لاندې پینځه ورځنی ورکش

 

دوشنبې په ورځ د ٨/٧/١٤٤٧ ه.ق. چې له ٨/١٠/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د لوړو زده کړو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ښوونې او ظرفیت لوړونې آمریت له لوري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د. . .

BACK TO NEWS