کابل ښوونې او روزنې پوهنتون په یوه اوونۍ کې!

شنبه:
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي شورا غونډه کې د امیرالمؤمنین حفظه الله د توشېح شوي فرمان ارائه وشوه.
یکشنبه:
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو معاون د نه ګوني پوهنځیو د محصلینو له نمایندهګانو سره غونډه ترسره کړه.
دوشنبه:
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو معاونیت لخوا د اولو ټولګیو (٦٠) تنو محصلینو ته "د وخت مدیریت او برنامې جوړونې" ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ علمي-ښوونیز سیمینار وړاندې شو.
سې شنبه:
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اسلامي علومو پوهنځي محصلینو ته درې ورځنۍ علمي سیمینار پیل شو.
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د اداري برخو کارکوونکو ته د قرانکریم "ترجمې او تفسیر" درسونو لړۍ جریان لري.
پنج شنبه:
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اسلامي علومو پوهنځي محصلینو ته درې ورځنۍ علمي سیمینار پای ته ورسېد.