کابل ښوونې او روزنې، پروان، کندز او بامیان پوهنتونونو د علمي کادري بستونو مسلکي(تحریري) ازموینه واخېستل شوه!

keu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۸ - ۱۴:۱۴
789

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، پرړان، کندز او بامیان پوهنتونونو د علمي کادري بستونو مسلکي (تحریري) ازموینې اخیستلو بهیر د چهارشنبې ورځ ٥/٤/۱۴۴۶ هــ.ق. چې له ١٨/٧/١٤٠٣ ه.ش. نېټې سره سمون لري د پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي"، علمي چارو مرستیال، پوهنځیو رئیسانو، د لوړو زده کړو وزارت د تقرر او ترفیعاتو ریاست پلاوي او استادانو په حضور کې واخېستل شوه. 

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا"هاشمي" د دې پروسې په ترسره کېدو یې خوښي څرګنده کړه، زیاته یې کړه: زمونږ هېواد او ټولنه په دې وخت کې مسلکي او متعهد استادانو ته ډېره اړتیا لري او ټولو نوماندانو ته یې د علم او زده کړو اړوند اړینې سپارېښتنې وکړې، همدارنګه یې د ازموینې له بهیر څخه د څارنې پرمهال د دې پروسې د شفافیت، امانتدارۍ، نظم او ډیسپلین اړوند ټولو حاضرینو ته ډاډ ورکړ، همدارنګه یې وویل: په پوهنتونونو کې د علمي کادرونو د ګمارنې معیار د نوماندانو وړتیا ته په کتو سره ترسره کیږي.

د نوماندانو مسلکي(تحریري) ازموینه په ارامه او ډاډمنه فضا کې پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۰ - ۱۳:۴۰
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري شورا غونډه ترسره شوه!

دوشنبې ورځ د ۲۰/۱۲/۱۴۰۳ ه.ش چې له ۱۰/۹/١٤٤٦ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې‌ پوهنتون اداري شورا غونډه د پوهنتون رئیس، معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او اداري شورا غړو په ګډون. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۰ - ۱۳:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس د تدریسی چارو ښه والي په پار د ماسټرۍ څانګې مسؤولینو او استادانو سره غونډه وکړه!

یکشنبې ورځ د ١٩/١٢/١٤٠٣ هـ.ش چې له ٩/٩/١٤٤٦ هـ.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا "هاشمي" د تدریسي چارو ښه والي په پار د ماسټرۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۶ - ۱۲:۱۰
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون یوه اوونۍ کې!

شبنه:

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د نوي سمسټر درسونو پیل خبرتیا.

یکشنبه:

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو معاونیت اړوند د نه ګوني پوهنځیو له تدریسي مدیرانو سره غونډه ترسره. . .

BACK TO NEWS