آمریت مجله علمی پوهنتون تعلیم و تربیه کابل

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي مجلو آمریت تاریخچه او پېژندنه

د علمي مجلو آمریت لنډه پېژندنه

علمي مجلو آمریت په ۱۳۸۳ل. ل کال کې د "پیام معرفت" په نوم له یوې علمي–څېړنیزې مجلې سره، چې د علمي معاونیت تر چتر لاندې یې فعالیت کاوه، خپل کار پیل کړ. په لومړیو کې د "پیام معرفت" مجله په هر فصل کې خپرېده او د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او نورو پوهنتونونو د علمي کادرونو څېړنیزې مقالې یې خپرولې. په ۱۳۹۵ کال کې د علمي–څېړنیزو مقالو د زیاتوالي له امله، دا مجله له فصل‌نامې څخه دوه‌میاشتنۍ شوه. په ۱۴۰۲ کال کې د پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت تر جوړېدو وروسته د علمي مجلو آمریت د همدې معاونیت تر چتر لاندې راغی. همداراز د ۱۴۰۲ کال په ترڅ کې، د لوړو زده کړو وزارت د پوهنتونونو د علمي مجلو د ارزونې په لړ کې د "پیام معرفت" مجلې خپرنیزه دوره له فصل‌نامې څخه شپږ‌میاشتنۍ ته بدله شوه او تخصصي څانګو ته ووېشل شوه. دا تخصصي څانګې په لاندې ډول دي:

  • د ټولنیزو علومو مجله
  • د اسلامي علومو مجله
  • د ژبو او ادبیاتو مجله
  • د ټولنیزو علومو نړۍوال ژورنال
  • د اسلامي علومو نړۍوال ژورنال
  • د طبیعي علومو او ریاضیاتو نړۍوال ژورنال

لیدلوری

د علمي پراختیا لپاره د یوه مخکښ بنسټ رامنځته کول، چې د لوړو څېړنیزو معیارونو په ساتلو سره، د علم په تولید او پراختیا کې ارزښتناک رول ولوبوي. دا آمریت ژمن دی، چې  د باکیفیته څېړنو د پیاوړتیا او له عصري ټیکنالوژۍ څخه په ګټې اخیستنې سره د استادانو، څېړونکو او زدهکړیالانو لپاره یو معیاري، معتبر او د لاسرسۍ وړ علمي چاپېریال برابر کړي. د علمي مجلو آمریت هڅه کوي، چې د پوهنتون مجلې تر هغه بریده ورسوي چې په ملي او نړۍوالو علمي حلقو کې یو ځانګړی مقام ترلاسه کړي.

رسالت

د پوهنتون د علمي مجلو آمریت ژمن دی چې یو معیاري علمي او څېړنیز چاپېریال رامنځته کړي، څو استادان، څېړونکي او زدهکړیالان وکولی شي، خپلې څېړنیزې مقالې او تحقیقات خپاره کړي. دا آمریت د علمي اصولو، شفافې ارزونې پروسې او د نشراتو د لوړو معیارونو په منلو سره، د پوهنتون علمي تولیدات په ملي او نړۍواله کچه معرفي کوي. همداراز، دا آمریت د نوې ټیکنالوژۍ په کارولو، د بین‌الرشته‌يي څېړنو د ترویج او د پراخو علمي اړیکو د رامنځته کولو له لارې د پوهنتون د علمي مقام د لوړوالي او د علمي او ټولنیزو ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه پورته کوي.

د علمي مجلو آمریت عمومي موخې

  1. د علمي آثارو د تولید او نشر لپاره د هېواد د علمي او اکاډمیکو بنسټونو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول.
  2. د استادانو او څېړونکو لپاره د هغوی د علمي آثارو د نشر زمینه برابرول.
  3. د پوهنتون علمي کادر غړو ته د تخصصي او څېړنیزې پوهې پراخولو فرصت برابرول.
  4. د استادانو د تألیفي آثارو ارزونه او خپرونه، تر څو د پوهې د مینه‌والو لپاره د زدهکړې ښه فرصتونه برابر شي.
  5. د استادانو د علمي مقالو ارزونه، چاپ او د "پیام معرفت" په علمي – څېړنېزه مجله کې د هغو خپرول.

د مجلو  آمریت لاسته راوړنې

  1. د کمپیوټر ساینس، ژبو او ادبیاتو، طبیعي علومو، ټولنیزو علومو او اسلامي علومو لپاره د نویو علميڅېړنیزو مجلو طرحه او منظوري ته استول.
  2. د ټولنیزو علومو او اسلامي علومو د نړیوالو ژورنالونو د لومړي ګڼې چمتو کول.
  3. د استادانو د نړیوالو علميڅېړنیزو مقالو د لومړۍ ګڼې نشر د ټولنیزو علومو په نړیوال ژورنال کې.
  4. د ملي کنفرانس د لومړۍ، دویمې، او درېیمې درجې مقالو ټولګه د نشر چمتو کول.
  5. د ۳۸ تألیفي او ژباړل شوو آثارو د موضوع ټاکلو تأیید او اړوندو مراجعو ته استول.
  6. د لوړو زدهکړو له وزارت څخه د منظورۍ په موخه، د طبیعي علومو ملي مجلې د اسنادو چمتو کول او ترتیب.
  7. د "پیام معرفت" د تخصصي علمي مجلو د استادانو د آثارو ثبت لپاره د ډیټابیس جوړول.
  8. له لوړو زدهکړو وزارت څخه د  "پیام معرفت" د اسلامي علومو ملي پوهنیزېڅېړنیزې مجلې رسمي منظوري.
  9. د استادانو لپاره د علمي مقالو لیکلو د لارښوونې ورکشاپونه د استادانو د مسلکي روزنې او پراختیا د مرکز په مرسته.
  10. د د ټولنیزو علومو د ملي ژورنال، د ژبو او ادبیاتو د نړیوال ژورنال، د د ټولنیزو علومو نړیوال ژورنال، د اسلامي علومو نړیوال ژورنال او د طبیعي علومو د نړیوالو ژورنالونو رامنځ ته کول.

د قوت ټکي

1. له ۱۶ غړو څخه جوړ نشراتي کمېسیون، چې د ماسټرۍ او دوکتورا سویې استادان په کې شامل دي.

2. د استادانو د تألیفي او څېړنیزو آثارو طی مراحل کول.

3. د استادانو علمي مقالې د "پیام معرفت" په تخصصي پوهنیزوڅېړنیزو مجلو کې په چټکۍ سره چاپول.

راتلونکي پلانونه

  1. د "پیام معرفت" لپاره د چاپخونې جوړول.
  2. د پوهنتون د ټولو پوهنځیو لپاره د ملي او نړۍوالو ژورنالونو جوړول.
  3. د درسي کتابونو د برابرولو لپاره د امکاناتو او بودیجې تأمین.
  4. د استادانو د درسي موادو د همغږۍ لپاره د پوهنځیو ترمنځ د غونډو جوړول.
  5. د ملي او نړۍوالو علمي مجلو لپاره د ویب‌سایټونو جوړول.
  6. آمریت د لا ښه فعالیت لپاره د تجهیزاتو برابرول.

د علمي مجلو آمریت عمده دندې او مسولیتونه

د یادونې وړ ده؛ چې د نشراتی کمېسیون د مجلو آمریت په اډانه کې د څېړنو او مجلو معاونیت تر ریاست لاندې کار کوي او لاندې دندې پر مخ وړي:

  1. د پوهنتون او لوړو زدهکړو وزارت له اوږدمهاله پلان سره سم د کلني کاري پلان ترتیب.
  2. د استادانو د تألیفي آثارو ارزونه او تأیید، چې د تائید په موخه دې کمېسیون ته ورکول کېږي.
  3. له استادانو سره د مقالو او کتابونو د لیکلو او ژباړې په برخه کې د ټاکلو معیارونو په رڼا کې مرسته.
  4. د علمي معیارونو د تشریح لپاره د پوهنتون او پوهنځيو په کچه د ورکشاپونه، سمینارونه، او کنفرانسونه.
  5. د د ټاکلو اوصول په رڼا کې د استادانو د تألیفي آثارو د غښتلو او کمزورو ټکو ارزونه.
  6. د غوره علمي اثر او مقالې ټاکل او د لیکوالانو تقدیر د لا هڅونې په موخه.
  7. له پوهنتون سره د تړون لرونکو علمي موسساتو سره همکاري.
  8. د په ډېټابېس کې د استادانو د معیاري علمي آثارو او مقالو ثبتول.
  9. د شونیتا پر مهال د استادانو لپاره د څېړنې د تګلارو د زده کړې لپاره لنډ مهاله زدهکړې چمتو کول.
  10. د استادانو د تألیفي آثارو د برابرولو لپاره اسانتیاوې.
  11. د پوهنتون علمي معاونیت ته د نشراتي کمېسیون د کلني راپور برابرول.
  12. د مسؤولینو له لوري سپارل شوي نشراتي کارونه ترسره کول.

 

د علمي مجلو آمریت اداري او نشراتي کمېسیون تشکیلاتي جوړښت

 

 

555