کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نویو ګومارل شویو کارمندانو ته د لوړو زده کړو وزارت د ښوونې او ظرفیت لوړونې آمریت لخوا (په اداري چارو کې د کمپیوټر څخه د ګټه اخیستلو) ترسرلیک لاندې ورکشاپ پیل شو!

keu_admin
Mon, Aug 26 2024 11:56 AM
455

دوشنبې ورځ ٢٦/٢/١٤٤٦ هــ ق چې له ٥/٦/١٤٠٣ ه.ش نېټې سره سمون لري د لوړو زده کړو وزارت د ښوونې او ظرفیت لوړونې آمریت لخوا د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د بشري سرچینیو آمریت په همغږۍ د پوهنتون  نویو ګومارل شویو کارمندانو ته (په اداري کارونو کې د کمپیوټر څخه د ګټه اخیستلو) تر سرلیک لاندې اووه ورځنی ورکشاپ د (مایکروسافت ورد، اکسل، انټرنټ او اېمېل) موضوعاتو کارولو اړوند، ورکشاپ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون سرپرست او مالي او اداري چارو مرستیال، لوړو زده کړو وزارت د ښوونې او ظرفیت لوړونې مسؤولینو، د پوهنتون اداري آمرینو او کارمندانو په ګډون پيل شو.

 ورکشاپ د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.

لومړۍ، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون سرپرست او مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي مولوي حضرت ولي"زبیر" د غونډې ګډوونکونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د یاد ورکشاپ ضرورتونو اړوند هراړخیزې خبرې ورکړې او کارمندانو ته یې د ورکشاپ څخه د پوره ګټه اخیستلو اړوند لازمې سپارېښتنې وکړې.

وروسته له مقدماتي خبرو، یاد ورکشاپ د اوو ورځو لپاره رسماً پیل شو.

Latest news

Thu, May 15 2025 12:44 PM
Background image

Kabul Education University in One Week!

Saturday:

A meeting of the Disciplinary and Order Committee of the Vice-Chancellery for Student Affairs at Kabul Education University was held.

Sunday:

To improve the teaching. . .

Wed, May 14 2025 2:44 PM
Background image

Administrative (Leadership) Council Meeting of Kabul Education University Held

On Wednesday, 24/2/1404 Hijri Shamsi, corresponding to 16/11/1446 Hijri Qamari, the Administrative Council of Kabul Education University was held with the participation of the. . .

BACK TO NEWS