کابل ښوونې او روزنې کې د یاد پوهنتون په شمول د بامیان او فاریاب پوهنتونونو او پنجشېر د لوړو زده کړو مؤوسسې د کادري بستونو نوماندانو څخه د نړیوالو (انگلیسي او عربي) ژبو ازموینه واخیستل شوه!

hamid
Tue, Jan 28 2025 11:21 AM
5663djgh

کابل ښوونې او روزنې کې د یاد پوهنتون په شمول د بامیان او فاریاب پوهنتونونو او پنجشېر د لوړو زده کړو مؤوسسې د کادري بستونو د نړیوالو(انګلیسي او عربي) ژبو ازموینه د سې شنبې ورځ د ٩/١١/١٤٠٣ ه.ش چې د ٢٧/٧/١٤٤٦ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د معلوماتي تکنالوژۍ په (ای-سي-ټي)مرکز کې واخیستل شوه.

په پیل کې، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي مولوي حضرت ولي"زبیر" ټولو نوماندانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د ازموینې اړوند یې استادانو او څارنې کمېټې ته اړیني سپارېښتنې وکړې او ټولو ګډونوالو ته یې د ازموینې په بهیر کې د پوره روڼتیا او امانتداری ډاډ ورکړ.

همدارنګه، د استادانو د همغږۍ چارو آمر ښاغلي پوهنمل نجیب الله"بېګزاد" د ازموینې پروسیجر اړوند ټولو ګډونوالو سره معلومات شریک کړل.

وروسته، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د معلوماتي تکنالوژۍ څانګې آمر ښاغلي محمد منصور “واحدي” د آنلاین ازموینې سیسټم اړوند ګډوونکوونکو سره اړین معلومات شریک کړل

د یادونې وړ ده چې د نړیوالو(انګليسی او عربي) ژبو ازموینه کې د کامیابو نوماندانو تحقیقي (تحریري) ازموینه چهارشنبې ورځ ١٠/١١/١٤٠٣ ه.ش چې له ٢٨/٧/١٤٤٦ ه.ق. نېټې سره سمون لري په کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې اخیستل کیږي.

Latest news

Thu, May 15 2025 12:44 PM
Background image

Kabul Education University in One Week!

Saturday:

A meeting of the Disciplinary and Order Committee of the Vice-Chancellery for Student Affairs at Kabul Education University was held.

Sunday:

To improve the teaching. . .

Wed, May 14 2025 2:44 PM
Background image

Administrative (Leadership) Council Meeting of Kabul Education University Held

On Wednesday, 24/2/1404 Hijri Shamsi, corresponding to 16/11/1446 Hijri Qamari, the Administrative Council of Kabul Education University was held with the participation of the. . .

BACK TO NEWS