د ښوونې او روزنې پوهنځيو د تحصيلي نصاب بياکتنې او پراختیا د کلستر دويمه ناسته ترسره شوه.

keu_admin
Wed, Dec 09 2020 9:56 AM
dfd

د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستيال ښاغلي پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي، په دې غونډه کې د هېواد د تعليمي نظام پرمختګ هيله بښونکی وباله او ويې ويل چې د لوړو زده کړو پر تعليمي موخو؛ نصاب، استاد، څېړنه او تآليف د ښې راتلونکې له پاره پانګونه او پاملرنه کېږي.

نوموړي زیاته کړه چې د هېواد په پوهنتونونو کې له ۱۶۵ څانګو څخه تر اوسه ۴۴ څانګې بياکتل شوي او د هېواد د تعليمي بنسټونو له پاره هيله بښونکې دي.

د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستيال د نړيوالې او سيمه ييزې کچې په درجه بندۍ کې د هېواد د تحصيلي بنسټونو د باور مدارکو د رغونې له پاره، په ۲۰۱۱ م کال د توکيو په کنوانسيون کې د افغانستان يو ځای کېدل يو مثبت ګام ياد کړ او زیاته يې کړه چې د علمي کادر د ترفيع له پاره په نړيوالو معتبرو ژورنالونو کې د يوې علمي مقالې خپرول، په نړۍ او سيمه کې د پوهنې د کاروان له علمي او نوو لاسته راوړنو سره یو ځای کېدل دي.

ښاغلي پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي همداراز په بلخ پوهنتون کې د ازبېکي ژبې د ماسټرۍ څانګې د پيلېدو خبره هم ياده کړه. نوموړي زياته کړه چې له ګاونډي ازبيکستان هېواد سره به د يوه هوکړه ليک په لاسليک کولو سره چې له مخې به يې د ازبيکي ادبیاتو څانګه وکولای شي د خپلې څانګې د ماسټرۍ او دوکتورا پروګرام مخکې يوسي او دا چارې د ازبيکي ژبې د پرمختګ له پاره شوې دي.

د لوړو زده کړو وزارت د علمي پروګرامونو د پراختيا رييس ښاغلي پوهنوال صديق الله بارکزي، نصاب د تحصيلي پروګرامونو زړه وباله او زياته يې کړه، چې له علمي پلوه د هېواد پرمختګ د علمي بنسټونو په کچه د نصاب له اپډیټ سره مخامخ اړيکه لري.

نوموړي همداراز وويل؛ د لوړو زده کړو وزارت هڅه کوي چې د راتلونکي تحصیلي کال په بهير کې به د ښوونې او روزنې نوی تحصيلي نصاب پلی کړي.

د نوموړي په وينا دغه بیاکتنه د علومو او فرهنګ، فقه او عقیده، تفسير او حديث، تعليمي مديريت، مشوره، له ښوونځي مخکې د ښوونې او روزنې ارواپوهنه، د ذهني وروسته پاتې کسانو د ښوونې او روزنې ارواپوهنه، د نابينايانو ښوونه او روزنه او ارواپوهنه، د کڼو ښوونه او روزنه او ارواپوهنې لپاره ترسره کېږي.

د ښوونې او روزنې د نصاب د بیاکتنې دويمه جلسه د پوهنې، ارشاد حج او اوقاف، د شهيدانو او معلولينو د چارو له پاره د دولت وزارت او نورو اړوندو ادارو په ګډون سره د څو ورځو له پاره دوام لري.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Wed, Sep 03 2025 10:27 AM
Background image

Commencement of a Two-Day Educational–Guidance Workshop on "Time Management and Prioritization"

On Wednesday, 10/3/1447 QA. corresponding to 12/6/1404.SH., the Directorate of the Professional Development Center for Teachers launched a two-day educational–guidance workshop under. . .

BACK TO NEWS