د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس د P.T.S سازمان مسؤولینو سره لیدنه وکړه!

keu_admin
Sat, Nov 18 2023 11:14 AM
4455

دوشنبې ورځ د ٢٢/٨/۱۴۰۲/ هــ.ش چې له ٢٨/٤/١٤٤٥ هـــ.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس د (P.T.S (PINNACLE TEACHING SOLUTIONS)) سازمان مسؤولینو سره لیدنه وکړه.

په یاده غونډه کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس، علمي چارو مرستیال او تحقیاتو او مجلې مرستیال او د یاد سازمان مسؤولینو ګډون درلود.

په پیل کې د سازمان رئیس ښاغلي دیوید آلن لندسي” په خپلو خبرو کې وویل: چې یاد سازمان له (۴۰) کالو راپدې خوا د استادانو ظرفیت لوړوالي په برخه کې په آسیایي هېوادونو کې فعالیت لري او د نوموړي سازمان عمده اهداف د استادانو ظرفیت لوړوالي لپاره د انګلیسي ژبې مهارتونو او د تدریس په برخه کې د لنډ مهالو سیمینارونو برابرول دي، ترڅو د زده کړییزه موادو ښه والي، د زده کړې وړاندې کولو او د تدریس روېشونو لوړوالي لپاره کار وشي، زیاته یې کړه چې غواړو راتلونکې کال د ثور او جوزا میاشت کې په یادو برخو کې سیمینارونه دایر کړو.

وروسته د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا"هاشمي" د غونډې ګډوونکوونکو ته د ښه راغلاست تر څنګ د یادو سیمینارونو په دایرېدو خوښي څرګنده کړه، زیاته یې کړه: د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبري د یادو سیمینارونو په دایرېدو کې پوره همکاري کوي.

د یادولو وړ ده چې یاد سازمان د روان کال په جوزا میاشت کې هم استادانو ته سیمینارونه دایر کړي وو.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Wed, Sep 03 2025 10:27 AM
Background image

Commencement of a Two-Day Educational–Guidance Workshop on "Time Management and Prioritization"

On Wednesday, 10/3/1447 QA. corresponding to 12/6/1404.SH., the Directorate of the Professional Development Center for Teachers launched a two-day educational–guidance workshop under. . .

BACK TO NEWS