کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا آمریت له لوري د پوهنتون استادانو لپاره" د تدریس په مېتود کې د انتقادي تفکر د کلتور ترویج" ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ ښوونیز-لارښودي ورکشاپ دایر شو!

hamid
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۰:۵۹
dfssaa

یاد ورکشاپ د استادانو مسلکي پراختیا آمر، یاد مرکز مسؤلینو او مختلفو پوهنځیو استادانو په ګډون پیل شو او د ورکشاپ هدف او موخه دا وه چې استادان د تدریس له نويو مېتودونو، په ځانګړي ډول د انتقادي تفکر د پیاوړتیا په ارزښت او عملي لارو چارو سره بلد شي.

 د استادانو مسلکي انکشاف آمر ښاغلي پوهنوال دوکتور عبدالجبار "څپاند" د ورکشاپ ارزښت او موخو اړوند هراړخیزې خبرې وکړې، زیاته یې کړه: زمونږ ټولنه هغو استادانو ته اړتیا لري چې یوازې معلومات ورنه کړي، بلکې محصلین فکر کولو، تحلیل او د ستونزو حل ته وروزي. انتقادي تفکر د معیاري زده‌کړو بنسټ دی او موږ هڅه کوو چې دا کلتور د تدریس په ټولو مېتودونو کې پیاوړی کړو.

یاد ورکشاپ د ښاغلي پوهنمل محمدیاسین"قنبري" لخوا وړاندې شو او له استادانو سره یې په تدریسي میتیودونو کې د انتقادي کلتور ترویج کولو اړوند هراړخیز معلومات شریک کړل. 

ورکشاپ د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۱۲
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت اړوند د ١٤٠٣ او ١٤٠٤ه.ش کالونو له ٨٠ تنه فارغ شویو محصلینو سره د تحصیلي دورې پر دوام او د خپل مسلک اړوند د دندو پیدا کولو په پار غونډه ترسره شوه!

 
پنجشنبې ورځ ٤/٧/١٤٤٧ هــ ق چې له ٤/١٠/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو معاونیت له لوري له شاوخوا ۸۰ تنو فارغ شویو محصلینو سره د تحصیلي دورې پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۰:۵۹
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا آمریت له لوري د پوهنتون استادانو لپاره" د تدریس په مېتود کې د انتقادي تفکر د کلتور ترویج" ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ ښوونیز-لارښودي ورکشاپ دایر شو!

یاد ورکشاپ د استادانو مسلکي پراختیا آمر، یاد مرکز مسؤلینو او مختلفو پوهنځیو استادانو په ګډون پیل شو او د ورکشاپ هدف او موخه دا وه چې استادان د تدریس له نويو مېتودونو، په ځانګړي ډول د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۲:۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبرۍ د یاد پوهنتون نهه ګوني پوهنځیو له استادانو سره تعارفي او د پوهنتون علمي او تدریسي چارو ښه والي په پار غونډه ترسره کړه!

 

چهارشنبې ورځ ٣/٧/١٤٤٧ هــ ق چې له ٣/١٠/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبرۍ د پوهنتون نهه ګوني پوهنځیو له استادانو سره تعارفي او د پوهنتون علمي او تدریسي. . .

BACK TO NEWS