کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا آمریت له لوري د پوهنتون استادانو لپاره" د تدریس په مېتود کې د انتقادي تفکر د کلتور ترویج" ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ ښوونیز-لارښودي ورکشاپ دایر شو!

hamid
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۰:۵۹
dfssaa

یاد ورکشاپ د استادانو مسلکي پراختیا آمر، یاد مرکز مسؤلینو او مختلفو پوهنځیو استادانو په ګډون پیل شو او د ورکشاپ هدف او موخه دا وه چې استادان د تدریس له نويو مېتودونو، په ځانګړي ډول د انتقادي تفکر د پیاوړتیا په ارزښت او عملي لارو چارو سره بلد شي.

 د استادانو مسلکي انکشاف آمر ښاغلي پوهنوال دوکتور عبدالجبار "څپاند" د ورکشاپ ارزښت او موخو اړوند هراړخیزې خبرې وکړې، زیاته یې کړه: زمونږ ټولنه هغو استادانو ته اړتیا لري چې یوازې معلومات ورنه کړي، بلکې محصلین فکر کولو، تحلیل او د ستونزو حل ته وروزي. انتقادي تفکر د معیاري زده‌کړو بنسټ دی او موږ هڅه کوو چې دا کلتور د تدریس په ټولو مېتودونو کې پیاوړی کړو.

یاد ورکشاپ د ښاغلي پوهنمل محمدیاسین"قنبري" لخوا وړاندې شو او له استادانو سره یې په تدریسي میتیودونو کې د انتقادي کلتور ترویج کولو اړوند هراړخیز معلومات شریک کړل. 

ورکشاپ د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۳۳
Background image

د نشه یي توکو څخه د مخنیوي په پار د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلینو ته یو ورځنی ښوونیز سمینار وړاندې شو!

 

دوشبنه- ۷،۱،۱۴۴۸ه.ق

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت اړوند د مشاورې مرکز له لوري د نشه یي توکو څخه د مخنیوي اړوند د امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه فرمان د ښه تطبیق. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۱۹
Background image

علمي شورا؛ د علمي او تحقیقي ودې په موخه د ستراتېژیک پلان کمېټې بورد غني کېږي!

یکشنبه- ۵،۱،۱۴۴۸ ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ۱۴۰۵-۱۴۱۰ ه-.ش کلونو د ستراتېژیک پلان د تهیې او ترتیب په موخه د جوړ شوي بورد د غني کېدو په موخه یاد بورد ته لوړ رتبه علمي شخصیتونه. . .

BACK TO NEWS