کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي لخوا د یاد پوهنځي محصلینو ته (په کمپیوټر ساینس رشته کې د ابتکار او نوښت) ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ سیمینار دایر شو!

hamid
Sun, Oct 12 2025 11:44 AM
afh

یکشنبې ورځ ۱۹/۴/۱۴۴۷ هــ ق چې له ۲۰/۷/۱۴۰۴ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي لخوا د یاد پوهنځي محصلینو ته (په کمپیوټر ساینس رشته کې د ابتکار او نوښت) ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ سیمینار د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس، کمپیوټرساینس پوهنځي رئیس، استادانو او محصلینو په ګډون پيل شوه.

 سیمینار د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.

په پیل کې، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیرآغا "هاشمي" د سیمینار اړوند مقدماتي وینا وکړه، زیاته یې کړه: کمپیوټر ساینس نن د بشریت د پرمختګ، اقتصاد او فرهنګ مهم محور دی. زموږ هیواد هغه وخت پرمختګ کولای شي چې ځوان نسل د تخنیکي نوښت او فکري ابتکار روحیه ولري. محصلین باید زده کړي چې څنګه له خپلو علمي زده کړو خلاقه استفاده وکړي او خپل مسلک له لارې هېواد ته د خدمت جوګه وګرځي.

وروسته، د کمپیوټر ساینس پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنوال همایون"غفوري" خپلو خبرو کې وویل: موږ هڅه کوو چې داسې چاپیریال رامنځته کړو چې محصلین یوازې نظري درسونه ونه‌ څاري، بلکې د نوو مفکورو، پروژو او تخنیکي نوښتونو د عملي کولو توان هم پیدا کړي.

یاد سیمینار د کمپیوټر ساینس پوهنځي استاد ښاغلي پوهنیار عبدالحمید"همت" لخوا وړاندې شو او یادې رشتې کې د نوښت رول، د سافټویر جوړونې، مصنوعي ذکاوت او سایبري امنیت اړوند له ګډونوالو سره هراړخیز معلومات شریک شول.

سیمینار د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېد

Latest news

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Wed, Sep 03 2025 10:27 AM
Background image

Commencement of a Two-Day Educational–Guidance Workshop on "Time Management and Prioritization"

On Wednesday, 10/3/1447 QA. corresponding to 12/6/1404.SH., the Directorate of the Professional Development Center for Teachers launched a two-day educational–guidance workshop under. . .

BACK TO NEWS