۱۴۰۰کال، د وږي ۱۳مه

keu_admin
Wed, Sep 22 2021 10:52 AM
jjj

د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه شورا ناسته د دغه وزارت د سرپرست شېخ عبدالباقي حقاني په مشرۍ وشوه.

په دغه ناسته کې علمي، مالي او اداري او د زدکړیالانو چارو معینانو، د مرکزي پوهنتونونو رییسانو، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو رییسانو او همدارنګه د ولایتونو د پوهنتونونو رییسانو په انلاین ډول ګډون کړی وو.

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شېخ عبدالباقي حقاني د پوهنتونونو د حضوري زده کړو د پیل پر هڅو خبرې وکړې.

وروسته له اجنډا سره سم، د ګډ تحصیلي نظام د بېلوالي د طرحې، په دولتي لوړو زده کړو پوهنتونونو او موسسو کې د حضوري درسونو د پیل او همدارنګه د ۱۴۰۰کال، د روان تحصیلي سمسټر د مهالوېش په اړه خبرې وشوې او نظرونه سره شریک شول.

له هر اړخیزو بحثونو وروسته د ناستې غړو پرېکړه وکړه چې د لوړو زده کړو بنسټونو مسوولان به د هېواد پوهنتونونو اسانتیاوو ته په کتو، د هلکانو او نجونو د بېلوالي، د حضوري درسونو د پیل د څرنګوالي او د نویو زدکړیالانو د جذب په اړه په راتلونکو درېیو ورځو کې خپلې طرحې د لوړو زده کړو وزارت له مشرتابه سره شریکې کړي.

Latest news

Thu, May 15 2025 12:44 PM
Background image

Kabul Education University in One Week!

Saturday:

A meeting of the Disciplinary and Order Committee of the Vice-Chancellery for Student Affairs at Kabul Education University was held.

Sunday:

To improve the teaching. . .

Wed, May 14 2025 2:44 PM
Background image

Administrative (Leadership) Council Meeting of Kabul Education University Held

On Wednesday, 24/2/1404 Hijri Shamsi, corresponding to 16/11/1446 Hijri Qamari, the Administrative Council of Kabul Education University was held with the participation of the. . .

BACK TO NEWS