۱۴۰۰کال، د وږي ۱۳مه

keu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۶/۳۱ - ۱۰:۵۲
jjj

د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه شورا ناسته د دغه وزارت د سرپرست شېخ عبدالباقي حقاني په مشرۍ وشوه.

په دغه ناسته کې علمي، مالي او اداري او د زدکړیالانو چارو معینانو، د مرکزي پوهنتونونو رییسانو، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو رییسانو او همدارنګه د ولایتونو د پوهنتونونو رییسانو په انلاین ډول ګډون کړی وو.

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شېخ عبدالباقي حقاني د پوهنتونونو د حضوري زده کړو د پیل پر هڅو خبرې وکړې.

وروسته له اجنډا سره سم، د ګډ تحصیلي نظام د بېلوالي د طرحې، په دولتي لوړو زده کړو پوهنتونونو او موسسو کې د حضوري درسونو د پیل او همدارنګه د ۱۴۰۰کال، د روان تحصیلي سمسټر د مهالوېش په اړه خبرې وشوې او نظرونه سره شریک شول.

له هر اړخیزو بحثونو وروسته د ناستې غړو پرېکړه وکړه چې د لوړو زده کړو بنسټونو مسوولان به د هېواد پوهنتونونو اسانتیاوو ته په کتو، د هلکانو او نجونو د بېلوالي، د حضوري درسونو د پیل د څرنګوالي او د نویو زدکړیالانو د جذب په اړه په راتلونکو درېیو ورځو کې خپلې طرحې د لوړو زده کړو وزارت له مشرتابه سره شریکې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۰ - ۱۶:۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت وزیر په شتون کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له استادانو سره اصلاحي-علمي غونډه ترسره شوه!

پنجشنبې ورځ د ٢٩/٤/١٤٤٦ ه.ق چې له ١١/٨/١٤٠٣ ه.ش نېټې سره سمون لري، د لوړو زده کړو قدرمن وزیر صاحب په شتون کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له استادانو سره اصلاحي-علمي غونډه ترسره شوه.

. . .
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۰ - ۱۶:۶
Background image

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پېژند غونډه!

دوشنبې ورځ د ٢٦/٤/١٤٤٦ ه.ق چې له ٨/٨/١٤٠٣ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو معاونیت ته د ښاغلي مولوي رحمان ګل"وثیق" د پېژندنې په مناسبت، چې د لوړو زده کړو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۰ - ۱۶:۴
Background image

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي نويو کامیاب شویو محصلینو ته د کریډت سیسټم پېژندنې او د (پوهنځي پېژندنې) غونډه ترسره کړه!

سې شنبې ورځ د ٢٦/٤/١٤٤٦ ه.ق. چې له ٨/٨/١٤٠٣ ه.ش. نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي مسؤولینو د ١٤٠٣کال خزاني سمسټر هغه محصلینو ته چې د یاد پوهنځي. . .

BACK TO NEWS