کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت له لوري د پوهنتون محصلینو لپاره د ژمني پروګرامونو د کورسونو لړۍ په رسمي ډول پیل شوه!
دوشنبې په ورځ د ٨/٧/١٤٤٧ ه.ق. چې له ٨/١٠/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت له لوري د پوهنتون محصلینو لپاره د ژمني پروګرامونو د کورسونو لړۍ پیل شوه.
یاد ژمني پروګرامونه چې پکې فن بیان، تجوید، انګلیسي ژبه او کمپیوټر زده کړو برنامې شاملې دي، د محصلینو د اړتیاوو او علاقې په نظر کې نیولو سره تنظیم شوي، څو محصلین وکولای شي د ژمي د رخصتیو پر مهال خپل وخت په اغېزمنه او ګټوره توګه تېر کړي.
د دې پروګرامونو د پرانیستې په مراسمو کې د علمي چارو او محصلانو چارو مرستیالانو، ژبو او ادبیاتو پوهنځي رئیس، استادانو او محصلینو ګډون درلود.
د پرانیستي مراسمو کې د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي مولوي رحمان ګل "وثیق" او علمي چارو مرستیال ښاغلي مولوي احسان الله"ناصح" خبرې وکړې، ویې ویل: دا ډول علمي او مهارتي کورسونه د محصلینو د شخصیت جوړونې، علمي پرمختګ او د راتلونکي مسلکي ژوند لپاره بنسټیز ارزښت لري. نوموړو زیاته کړه: پوهنتون ژمن دی، څو د محصلینو لپاره لا ډېر معیاري او دوامدار علمي فرصتونه برابر کړي او په دې برخه کې به خپلې هڅې جاري وساتي.
محصلینو هم د یادو کورسونو له پیل څخه خوښي څرګنده کړه او دا یې د ځان د وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام وباله. دوی د پوهنتون له رهبرۍ او اړوندو ادارو څخه مننه وکړه چې د هغوی د فکري ودې لپاره یې زمینه برابره کړې ده.
د یادونې وړ ده چې دغه ژمني پروګرامونه به د ټاکلي مهالوېش له مخې پرمخ ځي او د هر کورس لپاره تجربه لرونکي استادان او مسلکي روزونکي ټاکل شوي دي.
