کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلانو چارو  معاونیت له لوري د پوهنتون محصلینو لپاره د ژمني پروګرامونو د کورسونو لړۍ په رسمي ډول پیل شوه!

hamid
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۳:۱۷
sdgsd

دوشنبې په ورځ د ٨/٧/١٤٤٧ ه.ق. چې له ٨/١٠/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلانو چارو  معاونیت له لوري د پوهنتون محصلینو لپاره د ژمني پروګرامونو د کورسونو لړۍ پیل شوه.


یاد ژمني پروګرامونه چې پکې فن بیان، تجوید، انګلیسي ژبه او کمپیوټر زده کړو برنامې شاملې دي، د محصلینو د اړتیاوو او علاقې په نظر کې نیولو سره تنظیم شوي، څو محصلین وکولای شي د ژمي د رخصتیو پر مهال خپل وخت په اغېزمنه او ګټوره توګه تېر کړي.

د دې پروګرامونو د پرانیستې په مراسمو کې د علمي چارو او محصلانو چارو مرستیالانو، ژبو او ادبیاتو پوهنځي رئیس، استادانو او محصلینو ګډون درلود.

 د پرانیستي مراسمو کې د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي مولوي رحمان ګل "وثیق" او علمي چارو مرستیال ښاغلي مولوي احسان الله"ناصح" خبرې وکړې، ویې ویل: دا ډول علمي او مهارتي کورسونه د محصلینو د شخصیت جوړونې، علمي پرمختګ او د راتلونکي مسلکي ژوند لپاره بنسټیز ارزښت لري. نوموړو زیاته کړه: پوهنتون ژمن دی، څو د محصلینو لپاره لا ډېر معیاري او دوامدار علمي فرصتونه برابر کړي او په دې برخه کې به خپلې هڅې جاري وساتي.

محصلینو هم د یادو کورسونو له پیل څخه خوښي څرګنده کړه او دا یې د ځان د وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام وباله. دوی د پوهنتون له رهبرۍ او اړوندو ادارو څخه مننه وکړه چې د هغوی د فکري ودې لپاره یې زمینه برابره کړې ده.

د یادونې وړ ده چې دغه ژمني پروګرامونه به د ټاکلي مهال‌وېش له مخې پرمخ ځي او د هر کورس لپاره تجربه لرونکي استادان او مسلکي روزونکي ټاکل شوي دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۹:۲۱
Background image
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۹:۰
Background image

فرمان عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه!

نکات قابل رعایت در مراسم مرده‌داری!

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

برای استادان پوهنتون تعلیم و تربیه کابل ورکشاپ یک‌روزه رهنمودی برگزار شد!

 

از سوی آمریت انکشاف مسلکی استادان، معاونیت امور علمی پوهنتون تعلیم و تربیه کابل ورکشاپ یک‌روزه رهنمودی تحت عنوان "آشنایی با طرح نوشتن کتاب‌های تألیفی "  برای استادان پوهنتون برگزار. . .

BACK TO NEWS