کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري شورا غونډه ترسره شوه!

hamid
Mon, Mar 17 2025 1:47 PM
564xdyj

دوشنبې ورځ د ۲۷/۱۲/۱۴۰۳ ه.ش چې له ۱۷/۹/١٤٤٦ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې‌ پوهنتون اداري شورا غونډه د پوهنتون رئیس، معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او اداري شورا غړو په ګډون ترسره شوه.

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په پیل کې، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" په خپلو خبرو کې اداري شورا غړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د پوهنځیو له رئیسانو منندویې وکړه چې خپل ګزارشونه یې ترتیب کړي او د اداري شورا له غړو سره یې شریکوي، زیاته یې کړه: د راتلونکې کال کاري پلانونه ترتیب کړئ، خپلو درسي تقسیم اوقاتونو مطابق تدریسي چارې پر مخ وړئ او کوښښ وکړئ چې په هره برخه کې د خپلو پوهنځیو اړوند نوښتونه رامنځته کړئ، همدارنګه یې ګډوونکونکو ته د ١٤٠٤ کال کاري پلانونو جوړولو، په منظمه توګه د تدریسي چارو مخته وړلو، استادانو کورس پالیسی او محصلینو حاضری ته د جدي توجه کولو اړوند اړینې سپارېښتنې وکړې.

وروسته، د کابل ښوونې او رونې پوهنتون رئیس او اداري شورا غړو په شتون کې د پوهنځیو رئیسانو د ١٤٠٣ کال د څلورمې ربعې د خپلو پوهنځیو اړوند د لاسته راوړنو، فعالیتونو او نوښتونو ګزارشونه له ګډوونکونکو سره شریک کړل.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Tue, Jan 13 2026 10:53 AM
Background image

Daily Date

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM

BACK TO NEWS