کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس د تدریسی چارو ښه والي په پار د ماسټرۍ څانګې مسؤولینو او استادانو سره غونډه وکړه!

hamid
Mon, Mar 10 2025 1:36 PM
asdg49+df

یکشنبې ورځ د ١٩/١٢/١٤٠٣ هـ.ش چې له ٩/٩/١٤٤٦ هـ.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا "هاشمي" د تدریسي چارو ښه والي په پار د ماسټرۍ څانګې مسؤولینو او استادانو سره لیدنه وکړه.

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په یاده غونډه کې د پوهنتون رئیس، علمي چارو مرستیال او ماسټرۍ څانګې مسؤولینو او استادانو ګډون درلود.

لومړۍ، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" په خپلو خبرو کې د غونډې دایرېدو اړوند ګدونکوونکو ته معلومات ورکړل، زیاته یې کړه: کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ۱۴۰۲ او ١٤٠٣ کالونو کې د ماسټرۍ نوې برنامې اېجاد کړي او کوښښ کوو چې راتلونکي کال ته نورې برنامې هم د ټولنې اړتیا او ضرورت مطابق اېجاد کړو.

همدارنګه ښاغلي "هاشمي" ماسټرۍ برنامو استادانو ته د " استادانو کورس پالیسۍ، درسي صنفونو ته ١٥ دقیقې مخکې له تدریس څخه د استادانو حاضرېدلو، کړېډت سیسټم پوره کولو، ماستړۍ برنامو لپاره د لارښود جوړولو، ماسټړۍ برنامو کې د تدریس برخه کې د استادانو واجد شرایط اوسېدلو، څېړنو او د مقالو په لیکلو کې محصلینو سره په څېړنیزو برخو کې همکاري، د ماسټرۍ برنامو درسي کیفیت لوړواي، درسي پلانونو ښه والي، د تیزس لیکلو کې د لارښود استاد مسؤولیتونو، وظیفوی لایحې مطابق د دندو مخته وړلو او د محصلینو فکري او اصلاحي روزنې" په برخو کې اړینې سپارښتنې وکړې.

د غونډې په پای کې ښاغلي "هاشمي" د ماسټرۍ برنامو استادانو د نظرونو او وړاندیزونو آورېدولو وروسته یې د هغو په عملي کولو تعهد او ټينګار وکړ.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Wed, Sep 03 2025 10:27 AM
Background image

Commencement of a Two-Day Educational–Guidance Workshop on "Time Management and Prioritization"

On Wednesday, 10/3/1447 QA. corresponding to 12/6/1404.SH., the Directorate of the Professional Development Center for Teachers launched a two-day educational–guidance workshop under. . .

BACK TO NEWS