کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت د کارکوونکو چارو آمریت لخوا نویو ګومارل شویو اداري کارمندانو ته په" اداري کارونو کې له ورد، پاورپاینټ او انترنټ څخه د ګټې اخیستنې" ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ روزنیز ورکشاپ دایر شو!

hamid
Mon, Jan 13 2025 2:21 PM
ستابل43352

دوشنبې ورځ د ١٢/٧/١٤٤٦ ه.ق چې له ٢٤/١٠/١٤٠٣ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت د کارکوونکو چارو آمریت لخوا نویو ګومارل شویو اداري کارمندانو ته په" اداري کارونو کې له ورد، پاورپاینټ او انترنټ څخه د ګټې اخیستنې" ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ روزنیز ورکشاپ دایر شو.

ورکشاپ د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره د مالي او اداري چارو مرستیال، اداري آمرینو، کارکوونکو چارو آمریت مسؤولینو او اداري کارمندانو په ګډون پیل شوه.

لومړۍ، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي مولوي حضرت ولي"زبیر" په خپلو خبرو کې د کارکوونکو چارو آمریت څخه مننه وکړه چې یاد سیمینار یې دایر کړو او نویو ګومارل شویو کارمندانو ته یې په اداري کارونو کې د کمپیوټر پروګرامونو او انترنټ ضرورتونو اړوند هراړخیزې خبرې وکړې، همدارنګه یې ګډونکونکو ته په دندو کې د صداقت، ایماندارۍ او ریښتینولۍ اړوند اړینې سپارېښتنې وکړې.

وروسته، د معلوماتي تکنالوژی آمر ښاغلي محمد منصور"واحدي" په خپلو خبرو کې د ورکشاپ ارزښت اړوند خبرې وکړې، زیاته یې کړه: قدرمنو همکارانو! مونږ او تاسو ته چې کوم مسؤولیت راسپارل شوی باید په سمه توګه یې اداء کړو او خپلو دندو ته زیاته توجه وکړو.

یاد ورکشاپ د معلوماتي تکنالوژۍ عمومي مدیر ښاغلي عبیدالله "حقمل" لخوا کارمندانو ته وړاندې شو.

Latest news

Wed, Sep 03 2025 10:27 AM
Background image

Commencement of a Two-Day Educational–Guidance Workshop on "Time Management and Prioritization"

On Wednesday, 10/3/1447 QA. corresponding to 12/6/1404.SH., the Directorate of the Professional Development Center for Teachers launched a two-day educational–guidance workshop under. . .

Tue, Sep 02 2025 11:07 AM
Background image

Meeting of the Curriculum Committee of Kabul Education University Held

On Tuesday, 9/3/1447QA, corresponding to 11/6/1404 SH, a meeting of the Curriculum Committee of Kabul Education University was convened, during which the academic curriculum for the. . .

Tue, Sep 02 2025 9:40 AM
Background image

Daily Date


وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

BACK TO NEWS