کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" د اسلامي علومو پوهنځي له (٥٠) تنو استادانو سره د محصلینو لپاره د دیني کورسونو دایرولو په پار غونډه ترسره کړه!

hamid
Tue, Dec 17 2024 1:45 PM
dd5

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" د اسلامي علومو پوهنځي له (٥٠) تنو استادانو سره د محصلینو لپاره د دیني کورسونو دایرولو په پار غونډه ترسره کړه!

سې شنبې ورځ د ٢٧/٩/١٤٠٣ هـ.ش چې له ١٥/٦/١٤٤٦ هـ.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس د اسلامي علومو پوهنځي له (٥٠) تنو استادانو سره د محصلینو لپاره د دیني کورسونو دایرولو په پار غونډه ترسره کړه.

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره د پوهنتون رئیس، اسلامي علومو پوهنځي، رئیس او استادانو په ګډون پیل شوه.

لومړۍ، کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" د غونډې ګډوونکونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، وویل: یاده غونډه له استادانو سره محصلینو لپاره د ژمي په رخصتیو کې د لنډ مهاله دیني کورسونو او علمي سیمینارونو او ورکشاپونو دایرولو په پار نیولې، ترڅو له رخصتیو سره په ګټه اخیستنې سره د محصلینو ظرفیت لوړاوي برخه کې اړین خدمتونه ترسره شي.

زیاته یې کړه: محترمو استادانو تاسو د نظام یو مهمه برخه یاست او دیني درسونه محصلینو لپاره خورا اړین او مهم دي، د محصلینو روزل او تربیه ستاسو په لاس کې ده او د ښې روزنې راتلوونکۍ روښانه وي، خپلو مسؤولیتونو ته متوجه شئ او د پوهنتون اصولو او قوانینو ته په کتو محصلینو لپاره لنډمهاله دیني کورسونه دایر کړئ.

ښاغلي “هاشمي” د اسلامي علومو پوهنځي استادانو ته د کورسونو دایرولو، په کارونو کې صداقت، محصلینو سره ښه سلوک او رفتار او د محصلینو فکري او اصلاحي روزنې په برخو کې اړینې سپارښتنې وکړې.

د غونډې په پای کې ښاغلي "هاشمي" د استادانو د نظرونو او پشنهادونو اورېدلو وروسته، د هغو په عملي کولو تعهد او ټينګار وکړ.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Tue, Jan 13 2026 10:53 AM
Background image

Daily Date

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM

BACK TO NEWS