کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلینو ته "له کتابتون څخه د ګټې اخیستنې مکانیزم" ترسرلیک لاندې علمي سیمینار وړاندې شو! 

keu_admin
Wed, Sep 25 2024 4:45 PM
125

 
چهارشنبې ورځ د ٢٢/٣/١٤٤٦ ه.ق چې له ٤/٧/١٤٠٣ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو معاونیت لخوا، محصلینو ته "له کتابتون څخه د ګټې اخیستنې مکانیزم" تر سرلیک لاندې علمي سیمینار وړاندې شو.

 غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره د پوهنتون رئیس، محصلانو چارو او تحقیقاتو او علمي محلو مرستیالانو، اداري کارمندانو او محصلینو په ګډون پیل شوه.

 لومړۍ، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا"هاشمي" په خپلو خبرو کې د محصلانو چارو معاونیت څخه مننه وکړه چې یاد سیمینار یې دایر کړ او محصلینو ته یې د کتابتون نظم او اصولو مراعات کولو، په آرامه فضا کې د مطالعې کولو، د مطالعې وخت پېژندلو، په خپلو تحصیلي رشتو کې د تحقیق په پار د کتابتون له کتابونو څخه ګټه اخیستلو او د مطالعې ارزښت او ګټو اړوند اړینې سپارېښتنې وکړې.

یاد سیمینار د ښاغلي مدیر صاحب عبدالرشید "سامع" لخوا محصلینو ته وړاندې شو.

په پای کې د محصلینو سوالونو ته د ښاغلي "سامع" لخوا قانع کوونکي ځوابونه ورکړل شول.

Latest news

Thu, May 15 2025 12:44 PM
Background image

Kabul Education University in One Week!

Saturday:

A meeting of the Disciplinary and Order Committee of the Vice-Chancellery for Student Affairs at Kabul Education University was held.

Sunday:

To improve the teaching. . .

Wed, May 14 2025 2:44 PM
Background image

Administrative (Leadership) Council Meeting of Kabul Education University Held

On Wednesday, 24/2/1404 Hijri Shamsi, corresponding to 16/11/1446 Hijri Qamari, the Administrative Council of Kabul Education University was held with the participation of the. . .

BACK TO NEWS