د اسلامي بانک مسؤولینو د محصلانو چارو معاونیت په همغږۍ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلینو ته د "اسلامي بانک خدمتونو او محصولاتو " پېژندنې اړوند یو ورځنی ورکشاپ دایر کړ!
شنبې ورځ ٢٧/٢/١٤٤٦ ه.ق. چې له ١٠/٦/۱۴۰۳ ه.ش. نېټې سره سمون لري د اسلامي بانک مسؤولینو د محصلانو چارو معاونیت په همغږۍ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلینو ته د "اسلامي بانک خدمتونو او محصولاتو " پېژندنې اړوند یو ورځنی ورکشاپ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د عبدالرحمن بن سمرة "رض" د غونډو په عمومي تالار کې د پوهنتون استادانو، اداري آمرینو، محصلینو او د بانک مسؤولینو په ګډون دایر شو.
ورکشاپ د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.
لومړۍ، د کابل ښوونې او روزنې اسلامي علومو پوهنځي استاد ښاغلي عبدالله"ح/قا/نی" د غونډې ګډوونکونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د بانګ له مسؤولینو څخه مننه وکړه چې یاد ورکشاپ يې دایر کړ او د اسلامي نظام تر چتر لاندې د بانکونو لخوا د اصولو او قوانینو مراعات کولو اړوند یې هر اړخیزي خبرې وکړې.
وروسته، ښاغلي محب الله "شریف" د ورکشاپ دایرېدو، هدف او موخې اړوند معلومات د غونډې ګډوونکونکو سره شریک کړل.
په پای کې، د بانک مسؤولینو د غونډې ګډوونکونکو ته د "اسلامي بانک خدمتونو او محصولاتو" اړوند هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.