د اسلامي بانک مسؤولینو د محصلانو چارو معاونیت په همغږۍ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلینو ته د "اسلامي بانک خدمتونو او محصولاتو " پېژندنې اړوند یو ورځنی ورکشاپ دایر کړ!

keu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۰ - ۱۵:۱۶
123

شنبې ورځ ٢٧/٢/١٤٤٦ ه.ق. چې له ١٠/٦/۱۴۰۳ ه.ش. نېټې سره سمون لري د اسلامي بانک مسؤولینو د محصلانو چارو معاونیت په همغږۍ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلینو ته د "اسلامي بانک خدمتونو او محصولاتو " پېژندنې اړوند یو ورځنی ورکشاپ د کابل ښوونې  او روزنې پوهنتون د عبدالرحمن بن سمرة "رض" د غونډو په عمومي تالار کې د پوهنتون استادانو، اداري آمرینو، محصلینو او د بانک مسؤولینو په ګډون دایر شو.

ورکشاپ د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.

لومړۍ، د کابل ښوونې او روزنې اسلامي علومو پوهنځي استاد ښاغلي عبدالله"ح/قا/نی" د غونډې ګډوونکونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د بانګ له مسؤولینو څخه مننه وکړه چې یاد ورکشاپ يې دایر کړ او د اسلامي نظام تر چتر لاندې د بانکونو لخوا د اصولو او قوانینو مراعات کولو اړوند یې هر اړخیزي خبرې وکړې.

وروسته، ښاغلي محب الله "شریف" د ورکشاپ دایرېدو، هدف او موخې اړوند معلومات د غونډې ګډوونکونکو سره شریک کړل.

په پای کې، د بانک مسؤولینو د غونډې ګډوونکونکو ته د "اسلامي بانک خدمتونو او محصولاتو" اړوند هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۱۱
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر شو!

 

چهارشنبه- ۱۵،۱،۱۴۴۸ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "په تحصیلي مرکزونو کې د مدیریتي اصول". . .

BACK TO NEWS