کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس لخوا د پوهنتون هغو استادانو ته چې د الکترونیکي زده کړو کورسونه یې ثبت کړي وو، ستاینلیکونه ورکړل شول!

keu_admin
Tue, Jul 09 2024 9:14 AM
555
دوشنبې ورځ د ١٨/٤/١٤٠٣ ه.ش چې له ٢/١/١٤٤٦ ه.ق نېټې سره سمون لري کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس لخوا د پوهنتون هغو استادانو ته چې الکترونیکي زده کړو کورسونه یې ثبت کړي وو، ستاینلیکونه ورکړل شول.
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو چې په ډېر کم وخت کې یې د پوهنتون بهبود او ښه والي لپاره اړین کارونه ترسره کړي دي او محصلینو لپاره یې د پوهنتون په استډیو کې د الکترونیکي زده کړو کورسونه یې ثبت کړي وو، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" د ستاینلیکونو په ورکړې سره له ټولو استادانو منندویي وکړه او د الله ج له دربار څخه یې ورته د لا زیات خدمت کولو هیله وکړه.
وروسته، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو له ښاغلي رئیس صاحب څخه د منندویې ترڅنګ، وویل: خپلو کارونو ته به ادامه ورکړو او په هره برخه کې به کوښښ وکړو چې پوهنتون او محصلینو ته لا ډېر خدمات ترسره شي.
په پای کې د معلوماتي تکنالوژی او ویدیو کنفرانسونو عمومي مدیر ښاغلي امید"سیرت" د الکترونیکي زده کړو کورسونو ثبت اړوند اړین معلومات د غونډې ګډوونکونکو سره شریک کړل.

Latest news

Tue, Jan 13 2026 10:53 AM
Background image

Daily Date

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM

BACK TO NEWS